د فراه ولایت

تاند- په فراه ولایت کې وسله والو طالبانو پر کارګرو په برید کې لږترلږه ۹ تنه وژلي دي.

د فراه چارواکي وايي چې شاوخوا شل تنه کارګر نن سهار د دغه ولایت په پشت کوه ولسوالۍ کې ورځني کار ته روان ول چې د ایران پولې ته نژدې د رباط په کلي کې د وسله والو طالبانو له لوري پرې برید وشو.

د پشت کوه ولسوال وايي چې د نهو تنو وژل کېدا تایید شوې او شپږ نور، چې ټپیان شوي، د پشت کوه ولسوالۍ روغتون ته رسول شوي دي.

ویل کېږي چې د ټپیانو حال نازک دی.

د پشت کوه ولسوال د طالبانو د حملې د علت او انګېزې په اړه څه ونه ویل خو تر دې پخوا په فراه کې په ځلونو د بخش اباد بند پر کارګرو بریدونه شوي او ویل شوي چې ایران د دغه بند له جوړېدو سره د مخالفت لپاره افغان طالبان استخدام کړي دي.

دې ته ورته بریدونه په هرات کې د سلما بند او په نیمروز کې د کمال خان بند د کار د مخنیوي لپاره شوي دي.

افغان طالبانو پر بندونو د حملو ادعاوې نه رد کړي او نه یې تایید کړي دي.

د فراه د ننني برید په اړه یې هم څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *