تاند- له هلمند څخه وروستي راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو په هلمند کې د نوي کابلبانک په څانګه کې ۵ تنه وژلي او یو شمېر نور یې یرغمل کړي دي.

افغان چارواکي وايي، طالبانو، چې په بانک کې مامورین او مشتریان یرغمل کړي، له هماغه ځایه پر امنیتي ځواکونو ډزې کوي.

د یرغمل شویو کسانو دقیق شمېر نه دی څرګند.

د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک وايي، یوه طالب د بانک په دروازه کې ځان والوزاوه او درې نور ورننوتل.

په همدې حال کې د لشکرګاه د روغتون ريیس اسلان نواز وویل چې تراوسه پوري روغتون ته ۲۰ ټپیان او د ۵ تنو مړي وروړل شوي دي.

ویل شوي چې ټول ټپیان د هلمند عام خلک دي.

وسله والو طالبانو په لشکر ګاه کې پر یوه باتنک برید کړی

تاند- وسله والو طالبانو نن /چهارشنبه/ په هلمند کې له ځانمرګي برید وروسته د یوه بانک د کارکوونکو او مشتریانو د وژلو لپاره هغه ته د ننوتلو هڅه وکړه.

د هلمند د والي ویندوی وویل، د کابلبانک ساتونکي له وسله والو طالبانو سره ښکېل شول چې په نتیجه کې یې دوه ترهګر او دوه ساتونکي ووژل شول.

طالبانو څو کاله پخوا هم په جلال اباد کې د کابلبانک پر څانګې په برید کې د بانک په لسګونو کارکوونکي او مشتریان ووژل.

د هلمند د والي ویاند وايي چې په دې نښته کې نامعلوم شمېر کسان ژوبل شوي دي.

د عمر ځواک په وینا د حملې په مهال ګڼ شمېر ملکیان په بانک کې موجود ول.

د لشکرګاه اوسېدونکي وايي چې د ډزو او چاودنو اواز یې اورېدلی دی.

یوه تن وویل چې د ډزو ترڅنګ یې لږترلږه د دوو چاودنو ږغ اورېدلی دی. بل وویل چې لومړی یې چاودنې واورېدې ورپسې ډزې پیل شوې.

امنیتي چارواکي وايي چې د بانک د ساتونکو د ملاتړ لپاره یې د پېښې ځای ته پولیس استولي دي.

لومړني راپورونه وايي چې د حمله کوونکو طالبانو شمېر ۴ وو چې یوه یا دوو یې ځانونه الوزولي او دوه یا درې یې لا هم جنګېږي.

څرګنده نه ده چې طالبان بانک ته ننوتي او که په شاوخوا کې یې جګړه کوي.

که چیري طالبان ننوتي وي ډېر احتمال شته چې یو ځل بیا د جلال اباد د کابلبانک تراژیدي تکرار شي.

پرون په پېښور کې پاکستاني طالبانو پر یوه ښوونځي تر سلو زیات ماشومان او په لسګونو ښوونکي ووژل خو افغان طالبانو د پاکستان حمله وغندله او هغه یې عیر اسلامي وبلله.

د دې خبر نور جزییات به وروسته همدلته وړاندې شي.

One thought on “په هلمند کې د کابلبانک په حمله کې تراوسه ۵ تنه وژل شوي او ۲۰ ټپیان دي”
  1. پرون په پاکستان کښی طالبان د عامو خلګو او کوچنیانو وژنه د اسلام خلاف و بلله خو نن هغه خلاف کار خپله کوی که دوی
    په دی رقم ملک ازادوی نو تر دوی بی عقلان او ناپوهان په نړی کښی نشته ، دوی صرف د اسلام پر نوم یو داغ دی د پروردګار عالم له درباره ورته په دنیا هلاکت او په اخرت کښی ورته ددوزغ هغه لوړترینه مرتبه غواړم .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *