په پکتیا کې ۱۹ ماین پاکان خوشي شول

تاند- د لوګر ولایتي چارواکو نن /پنجشنبه/ وویل چې د قومي مشرانو په منځګړتوب او هلو ځلو وسله والو طالبانو۲۰ تنه برمته کړي ماین پاکان خوشي کړل.

د سترلینګ ماین پاکۍ موسسې ۲۰ کارکوونکي پرون د لوګر ولایت مرکز پُل علم ته نژدې له الیاس خان کلا څخه وتښتول شول.

دوی په موټر کې د کار ځای ته روان ول چې وسله والو یې مخه ونیوله او نامعلوم لور ته یې په مخه کړل.

د لوګر د ولایتي شورا رييس سید قریب الله سادات هم تایید کړه چې د سپین ږیرو په هڅو تښتول شوي ماین پاکان خوشي شوي دي.

د لوګر د والي ویندوی سلیم صالح وویل چې ماین پاکان وسله والو طالبانو برمته کړي وو. ده یا طالبانو نه دي ویلي چې ولي یې ماین پاکان تښتولي وو.

طالبانو تراوسه پوري د دغو ماین پاکانو د برمته کولو په اړه څه نه دي ویلي. دا ډله عموماً پر عام المنفعه ځایونو د حملو، تښتونو او د ملکیانو د وژنو په اړه رسنیو ته څه نه وايي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *