تاند- د هرات ولایتي اداره وايي چې وسله والو طالبانو درې دولتي مامورین له نژدې ۳ اوونۍ یرغمل کولو وروسته وژلي دي.
د هرات د والي ویندوی ګیلاني فرهاد نن /سې شنبه/ رسنیو ته وویل د هرات د ګمرک د دوو مامورینو او د هغو د موټرچلوونکي مړي پرون /دوشنبه/ ماښام مهال وموندل شول.
دی وايي چې دا ۳ تنه شاوخوا ۲۰ ورځې پخوا د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري تښتول شوي وول.
فرهاد دا هم وویل چې له وسله والو طالبانو سره د قومي مشرانو په منځکړتوب خبرې روانې وې خو طالبانو له دې سره سره دا کسان ووژل او د هغو مړي یې په اسلام کلا کې د سړک په غاړه واچول.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
په هرات کې د پیسو یا باج غوښتلو لپاره هم تښتونې زیاتې کېږي.
خو فرهاد وايي چې دا درې کسه طالبانو تښتولي ول.