خبرپاڼه

مسلسله شمېره: ١٦٧

نېټه : ١٣٩٣-١-١٢

کندهار، افغانستان- تېره ورځ سهار نهه بجې مهال وسله والو طالبانو په ميانشين ولسوالۍ کي درې تنه عام وګړي برمته کړي دي.

ياد درې تنه د کندهار د ميانشين ولسوالۍ له سرناوې کلي څخه برمته سوي او نامعلوم ځاى ته وړل سوي دي.

دغه درې کسان له دې امله د وسله والو له لوري برمته سوي، تر څو په انتخاباتو کي له ګډون کولو راوګرځي. امنيتي ځواکونه هڅه کوي چي ياد کسان ژر تر ژره پيدا او راخوشي کړي.

وسله والو مخالفينو تل هڅه کوي چي په خلکو کي وېره خپره کړي او پر ولس فشار راوړي، تر څو خلک د انتخاباتو په ملي پروسه کي له برخي اخيستني راوګرځوي.

خو امنيتي ځواکونه تر خپل وسه هڅه کوي چي د شپې و ورځي د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *