نن د قلعه کاه ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی په نوم سیدنظام د فراه دوالي الحاج محمدعمر شیرزاد سره ولیدل.

نوموړي د خپل میرمني د وژل کیدو په اړه بشپړه کیسه وکړه .هغه زیاته کړه زه د انتخاباتو د کمیسون کارکونکی یم اوپه ولسوالۍ کې مې دنده ده خو زما میرمن بجز دمعلمۍ نه ،بله دنده نه درلوده نپوهیږم چي ولي وسله والومخالفینو ووژله.دده په وینا وسله والو زمامیرمن دموتر نه کښته کړي وه او بیایی په ډزو سره په شهادت ورسوله چې ولی ستا خاوند دټاکنو د کمیسون سره کارکوي .وروسته دفراه والی په داسي حال کې  خبري وکړي چي دولایتی شوراریس اوځینو غړوهم حضوردرلود ،والی وویله دا پیښه په کلکه غندو اوپه هیڅ قانون اوکتاب کي نده راغلي چي یوه ښځه دي څوک ووژني داچي وسله والو داکارترسره کړوددېښکارندوي کوي چي پرهیچا رحم نکوي. اوهیله وښوده چي دپیښي عامیلین ډیرژر د قانون منګلوته ولویږي .وروسته تردي دفراه والی دولایت مقام له خوا   دسیدنظام سره یوه اندازه مالی مرسته هم وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *