تاند- وسله والو موټر سایکل سپرو نن /پنجشنبه/ د هرات د څارنوالۍ رييس وویشت او په خپله وتښتېدل.
د هرات څارنوال سمیع الدین رهین په داسي ورځ ووژل شو چې ولسمشر غني پر اعدام د محکوم شویو طالب بندیانو د دوسیو د بیاکتنې او نهايي کېدو امر وکړ.
طالبانو په تېرو کلونو کې ویلي و، هغه قاضیان او څارنوالان ترور کوي چې نیول شوي طالبان په قید یا اعدام محکوموي.
د هرات د څارنوالۍ پر رييس سمیع الدین رهین د حملې مسوولیت تراوسه چار په غاړه نه دی اخیستی. په دې پېښه کې د څارنوال رهین زوی سخت ټپي شوی دی.
سمیع الدین رهین د هرات پوهنتون او د هرات د دوو خصوصي پوهنتونونو د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد او د بشري حقونو د کمیسیون غړی هم و.