تاند- د افغانستان برښنا شرکت وايي چې د دولت وسله والو مخالفانو په بغلان کې له ازبکستانه د وارداتي برېښنا یوه بله ستنه هم ویجاړه کړې ده.

له نژدې یوې اوونۍ راهیسي په بغلان کې د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري د برېښنا د یوې ستنې د نړېدو له کبله د پلازمېنې کابل په شمول ډېرې سیمې له برېښنا بې برخې وې او لا هم دي.

د افغانستان امنیتي ځواکونه لا هم نه دي توانېدلي چې د بغلان په دنډ غوري او ډند شهاب الدین کې امنیتي وضعیت بدل کړي.

برښنا شرکت وايي:«د افغانستان د ملي ګټو او ټولګټو تاسیساتو ضد عناصرو د وارداتي برېښنا یوه بله ستنه هم اره کړې ده.»

کابل چې د ورځې ۶۰۰ میکاواټه برېښنا ته اړتیا لري، نیمايي یې له ازبکستانه ترلاسه کوي.

د افغانستان برښنا شرکت ريیس میرویس عالمي وايي چې د برښنا شرکت عمله نه ده توانېدلې چې د ویجاړې شوې ستنې سیمې ته ورسېږي ځکه چې هلته ماینونه اېښودل شوي او له بلې خوا د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري ګواښ موجود دی.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو څو نورې ستنې هم ویجاړې کړي خو برښنا شرکت د دولت د مخالفانو له خوا د یوې بلې ستنې اره کېدل تاییدوي.

طالبانو د لومړنۍ ستنې له ویجاړېدو څو ورځې وروسته وویل چې دا کار دوی نه دی کړی.

د برښنا د پرچاوۍ له کبله د افغانستان اقتصاد هم بد ګوزار ویني، فابریکې او تولیدي مرکزونه بند شوي او د خلکو د ژوند شرایط او کار و بار اغېزمن شوی دی.

د بغلان والي عبدالستار بارز وویل چې د ویجاړو شویو ستنو د ترمیم په خاطر د سیمې د تصفیه کولو لپاره عملیات د لړې او بدې هوا له کبله ځنډول شوي دي. بغلان عموماً په ژمي کې زیاته لړه لري.

ده همداراز وویل چې طالبان لا هم په سیمه کې شته:«د دوی خطر شته او موږ د ستنو د جوړولو لپاره کار نه شو پیلولی. انتظار یوو چې هوا ښه شي.»

6 thoughts on “وسله والو په بغلان کې د وارداتي برېښنا بله ستنه اره کړه”
  1. هسی دروغ دي؛
    طالبان خو دغلته د دیرو کلونو راهیسی میشت دي مخکی کی یي ولی نه اره کولی؟
    داکار داربکیانو او دهغو زواکونو دی چه دمخامخ دطالبانو مقابله نسي کولای زور دبرقي پایه و سخه اخلي،

  2. اف زما ګرانه هيواده کوم درد دې وژاړم، د کومې يتيمې سلګيو ته اوښکې تويي کړم، له کومو زورواکو او زرواکو کسات واخلم.
    رب دې وشرموي د تيارو خوښوونکو د څراغ له رڼا څخه ګټه واخلئ.
    د برېښنا ستنې په کوم بنیاد الوزوئ، ولې د مظلومو خلګو له کړولو خوند اخلئ.
    هرهغه څوک چې زما د هيواد خاورې ورته ارزښت نه لري، رب دې تبا او برباد وګرځوي.

  3. سلامونه د خوی دیر شه کا ر کری دیه باید لسس کاله مخکی کری وی د پردیو نه برق ر وری خپلی اوبه یه نورو ملکونو ته و ر پریشی دی ولی خپل نه جوروی ز خو و یم چی د اسی کارونه باید طالبانو مخکی کری وی دو ی باید خپل برق جور کری وی د مفت خوری غت خیتی ریشوت خوری د دنیا پیسی خپلو خیتو ته و چولی چی کینی بیا یه خبری اسمانونه لرزوی زما خو د طالبانونه یو هیله د چی د افغانستان د کانونو مخه باید ونیسی

  4. کندز: علي ابادکې ټانګ ویجاړ، ۳ عسکرووژل شول
    له کندز ولایت نه په ترلاسه شوي خبرکې ویل شوي نن سهار شاوخوا ۷ بجې دیادولایت علي اباد ولسوالۍ اړوند د کابل کندز په لویه لار د عمرخیلو او شیرمحمد په سیمو کې د مزدورو عسکرو په کاروان دمجاهدینوله لوري بریدترسره شو.
    خبروایي نوموړي لار پپه ټولیزه توګه بند ده او دښمن ته درانه تلفات واوښتل.
    د ترلاسه شویو معلوماتوپه اساس جګړه لاهم په شدت سره دوام لري اوپه لړکې یې ۱ ټانګ په بشپړه توګه ویجاړ، ۳ تنه عسکرووژل شول چي جسدونه یې د جګړي په ډګر پراته دي.
    دغه راز ۳ میله کلاشنکوفونه په غنیمت ونیول شول.
    په نښته کې لله الحمد مجاهدینو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
    2016/2/2
    نورستان: کامدیش کې ۱ عسکرقتل، ۱ اربکی ژوبل شو
    نن سهار د نورستان ولایت کامدیش ولسوالۍاړوندسیمه کې دپه ګوډاګیو عسکرو د مجاهدینو له لوري بریدترسره شو.
    خبروایي برید د دراز کوف په وسیله ترسر شوچي له امله یې ۱ عسکرقتل، ۱ اربکی سخت ژوبل شو.
    2016/2/2
    سیدابادکې ۱ اربکی قتل، ۱ بل ژوبل شو
    له سیمي نه په ترلاسه شوي خبرکې ویل شوي نن سهار شاوخوا ۹ بجې دمیدان وردګ ولایت سیداباد ولسوالۍ اړوند دسیاه چوب په سیمه کې له ګوډاګیو عسکرو او شریرو اربکیانو سره د اسلامي امارت مجاهدینو سخته جګړه ترسره کړه.
    د خبرپه اساس د برید په پایله کې ۱ تن اربکی قتل، ۱ بل ژوبل شو.
    2016/2/2
    کنړ: سرکاڼوکې پوستې ته نژدې ۱ عسکرووژل شو
    نن سهار شاوخوا ۹ بجې د کنړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د قلاسر پوستې ته څیرمه په پلیو عسکرو مجاهدینو بریدترسره کړ.
    خبروایي په دغه بریدکې ۱ عسکرووژل شو.
    2016/2/2

  5. از این ملت مظلوم دیکر چی میخواهید یگانه روشنی این مردم همین برق بود مرک به شما مرک به شما مرک به شما چرا چرا چرا ای ظالم .

  6. سیف الله لږ انصاف ښه شی دی. ته خپل مسلمان ، افغان او مجاهد ورور ته چی خپل ګران هیواد دځان د وینو په بیه ساتی ، دپردیو مزدور بولی او ځان ته مجاهد وایی . څوک چی ځان ته مجاهد وایی هغه به هیڅکله هم د خپل هیواد ساتونکی ونه وژنی ، لاری اوپلونه به وران نه کړی او یو بیګناه انسان به ونه وژنی ، د خپل هیواد بچیان به له تعلیم او زده کړی نه محروم نه کړی، خفه نشی هسی د جهاد په نوم سوداګری ده او د پنجابیانو مزدوری کوی. خواره د شی مینځه چی د مینځی مزدوی کوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *