د ننګرهار امنیه قومنداني

تاند- وسله والو کسانو په ننګرهار ولایت کې یوه استرالیايي ښځه تښتولې ده.

د استرالیا ۹ نیوز چاینل وايي، دغه ښځه، چې په یوه مرستندویه اداره کې یې کار کاوه، نن /پنجشنبه/ سهار مهال په جلال اباد ښار کې وتښتول شوه.

د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي هم د دې ښځې برمته کېدا تایید کړه، ویې ویل چې هغې د لاسي صنایعو په یوه غیر انتفاعي مرستندویه موسسه کې کار کاوه.

امنیتي سرچینې وايي چې پولیسو ۸ تنه مشکوک کسان نیولي دي.

ویل شوي چې دې ښځې د افغان کډوالو له ډنمارکي مرستندویې ټولنې ډاکار سره کار کاوه. دا موسسه له ۱۹۸۴ م کال راهیسي له افغان کډوالو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي.

تر دې پخوا د سږ کال په فبروري کې وسله والو کسانو د افغانستان په جنوب کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې پر کارکوونکو برید وکړ، ۵ کارکوونکي یې وتښتول خو ۴ ورځې وروسته یې خوشي کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *