تاند- وسله والو موټر سایکل سپرو نن د هرات په یوه له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې دوې بهرنۍ مرستندویانې ووژلې.
د لومړنیو راپورونو له مخې د آی اې ایم موسسې، چې د رواني صحت په برخه کې کار کوي، دوې فنلنډۍ کارکوونکې په داسي حال کې نن غرمه د موټر سایکل سپرو له لوري وویشتل شوې او ځای پر ځای ووژل شوې، چې په یوه ټکسي موټر کې کار ځای ته روانې وې.
تراوسه پوري کومې ډلې د دې ترور مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو د هرات والي فضل الله وحیدي رسنیو ته وویل چې دا دوې فنلنډۍ، چې د هرات خلکو ته یې خدمت کاوه، د افغانستان د دښمنانو له لوري وژل شوي دي.
د ده اشاره د دولت وسله والو مخالفانو ته وه.
هرات د افغانستان یو نسبتاً امن ولایت دی خو دې ته ورته ترورونه او اختطافونه پکې زیات کېږي.
دا د هغو دښمنانو چی د ګاونډی هيوادونو جاسو سان دی چی نه غواړی زموږ هيواد هوسا او ودان واوسی چی وکولای شی دخلکو دشه صحت په هکله دنړی دمرستو نه ګټه واخلی ايا ديو داکتروژنه چی په څومره زحمتونو خپل علم پای ته رسوی تر څو د انسا نا نو په چوپړ کی سی لعنت په داسی طاليبيزم