تاند، پنجشنبه، د حمل ۲۱ مه: د هرات امنیتي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو نن ماښام د افغانستان بانک پنځه کارمندان د هرات – اسلام کلا په لویه لار له موټر ښکته کړي او وژلي یې دي.

د هرات د امنیه قومندانۍقومندانۍ لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي چې د بانک کارمندانو د اسلام کلا په ګمرک کې دنده لرله او د پنجشنبې په ماښام د ناپیژندو وسلوالو لخوا د کهسان ولسوالۍ د احمد آباد کلي کې د اسلام قلعه له بندر څخه هرات ښار ته پر لاره وژل شوي دي.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین تاند ته په تلفوني تماس کې تایید کړه چې هرات کې وژل شوي کسان د افغانستان بانک مامورین وو.

نوموړی وایي، دغو کسانو د اسلام قلعه بندر کې دنده درلوده او د پولیسو له خبراوي پرته یې هرات ښار ته سفر کړی و چې د هرات د کهسان ولسوالۍ په احمدآباد سیمه کې د نامعلومو کسانو په برید کې وژل شوي دي.

آرین زیاته کړه، د پیښې په تړاو یې تحقیقات پیل کړي دي.

د یادونې ده چې د هرات ښار څخه د اسلام کلا بندر ته د هرات د ګمرک له لیږد وروسته ړ دغه ګمرک پر کارمندانو څو ځله د هرات – اسلام قلعه په لویه لار د وسله والو طالبانو او ناپیژاندو وسلوالو بریدونه شوي دي.

One thought on “وسله والو په هرات کې د افغانستان بانک ۵ کارمندان وژلي”
  1. دغه د هغه طالب تروریستی ډلی کار دی چه د پردیو او همسایه هیوادو د استخباراتو په هدایت او اجوره دغه حملی کوی . د جنګ طالب سوداګرمشرتابه دیوه طرفه د صلحی دخبرو او اورکم خبری کوی او دبل طرفه په افغانان باندی مرګونی حملی کوی ، دامریکا سره د قطر امریکایی نظامی پایګاه کی د پردی شاته ګډی منسوبی جوړوی ، خو د افغانستان د مجاهد او مسلمان ملت وژنی ته دوام ورکوی دا په کوم کتاب ، کوم شریعت ؟ ُ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *