د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-٢-٣
کندهار، افغانستان- تېره ورځ د کندهار ولايت په غورک ولسوالي کي وسله والو ترهګرو پر يوې امنيتي پوستې بريد کړى.
ياد وسله وال بريد د ميوند ولسوالۍ پر کلاماشاه امنيتي پوستې سوى، چي په پايله کي يې وسله والو څلور تنه سرتېري شهيدان کړي او يو بل ټپي کړى دى. د يادي پېښي په ترڅ کي درې تنه نور سرتېري تر اوسه لادرکه دي.
دارنګه وسله والو ترهګرو له يادي پوستې څخه يو ميل راکيټ، دوه ميله ثقيله، يو بام افګن او شپږ ميله کلاشينکوفونه له ځان سره وړي دي.
بل خوا د معروف ولسوالۍ په اسحاقزو کلي کي دوه تنه وسله وال ترهګر د خپل ماين ښکار سول.
ياده پېښه تېره ورځ تېره ورځ غرمه يوولس بجې مهال په داسي حال کي رامنځته سوه، کله چي دوو تنو وسله والو غوښتل د سړک پر غاړه ماين ځاى پر ځاى کړي، خو د خپل ماين په چاودنه کي يو تن وژل سوى او بل ټپي سوى دى.
دغه راز د ميوند ولسوالۍ د سوربغل په سيمه کي يو تن ترهګر چي غوښتل يې پر امنيتي ځواکونو بريد وکړي، ووژل سو.
ياده پېښه تېره ورځ غرمه مهال رامنځته سوه. ياد وسله وال کس وار له مخي د هوايي ځواکونو له لوري په نښه سوى او وژل سوى دى. له دغه کس څخه يو ميل پيکا او يوه پايه مخابره د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
بل خوا په ميوند ولسوالۍ کي څلور تنه عام وګړي د کمپاين اړولو پر مهال شهيدان سوي دي.
ياد کسان هغه مهال ووژل سول، کله چي د ترياکو ناروا کښت د اړولو پر مهال وسله والو ترهګرو پر افغان امنيتي ځواکونو بريد وکړ، چي دغه څلور بېګناه وګړي پکي سول.
وسله وال ترهګر نه غواړي چي ترياک له افغانستان څخه ورک سي، بلکي دوى غواړي افغان ځوانان په نشو روږد سي.