تاند- نامعلومو وسله والو په کندوز ولایت کې شاوخوا ۲۰ تنه دولتي مامورین پرون مازدیګر له شېرخان بندر څخه د ستنېدو په لاره کې تښتولي دي.
راپورونه وايي چې دولتي مامورین په شېرخان بندر کې د خپل کار له ځایه کندوز ښار ته روان ول چې د ابدان په دښته کې یې موټر د ناپېژندویو وسله والو له لوري درول شوی او هغوی یې نامعلوم لور ته بېولي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې په دغه لار ګڼې پوستې شته او په داسي سیمه کې د ۲۰ مامورینو تښتولو شکونه پیدا کړي دي.
د کندوز امنیه قومنداني پېښه تاییدوي خو وايي چې ۱۵ مامورین تښتول شوي دي خو یوې بلې سرچینې تاند ته وویل چې د مامورینو شمېر ۲۰ تنه دی.
وسله والو په سرپل کې ۱۰ ملکیان تښتولي
له بلې خوا د سرپل امنیتي چارواکو نن وویل چې پرون له غرمې وروسته وسله والو مخالفانو پهع دغه ولایت کې لس ملکیان وتښتول.
د دې ولایت د امنیه قومندانۍ ویندوی سید حبیب ګلبهاري د دې پېښې په اړه وویل، وسله والو مخالفانو دا کسان له بلخاب ولسوالۍ څخه د کوهستانات ناامنې ولسوالۍ ته بیولي دي.
د ګلبهاري په وینا د دغو کسانو د خوشي کولو لپاره به عملیات وکړي.