تاند، دوشنبه، د حمل ۲۵مه: وسله والو کسانو په پکتیا کې د ګردېز لپاره د ملي امنیت د ښاري مدیریت درې کارکوونکي وژلي دي.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وايي، په وژل شویو کې د ملي امنیت ښاري مدیر هم شامل دی.
نوموړی وايي، دغه کسان په یو موټر کې وو چې موټر سایکل سپرو پرې ډز کړې دی چې درې واړه ځای پر ځای وژل شوي دي.
نوموړی وايي، د پېښې په اړه د ځايي حکومت پلټنې روانې دي، خو تر اوسه کومې ډلې هم د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
په همدې حال کې طالبانو تر دې وړاندې په هرات کې د افغانستان بانک ۵ کارکوونکي وژلي وو او پکتیا کې یې هم څه موده وړاندې د استیناف محکمې درې قاضیان په ورته یو برید کې ووژل.