تاند- وسله والو کسانو په ننګرهار کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون څلور کارکوونکي تښتولي دي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون یوه مسوول نن وویل، د انتخاباتو څلور همږغوونکي په ننګرهار ولایت کې تښتول شوي دي.

دا څلور انتخاباتي کارکوونکي وروسته له دې تښتول کېږي چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ وسله والو طالبانو د انتخاباتو د ګډوډولو، پر انتخاباتي مرکزونو، کارکوونکو او کمپاینونو د بریدونو خبرداری ورکړ.

په ننګرهار ولایت کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون کمیشنر سریر احمد برمل اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل، دا څلور تنه پرون /چهارشنبه/ وتښتول شول اوتراوسه پوري هیچا د هغو د برمته کولو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی او نه تر دې دمه چا د دغو کسانو د خلاصون په بدل کې کومه غوښتنه کړې ده.

ښاغلي برمل وویل، د سیمې قومي مشران هڅه کوي چې له برمته ګرو سره تماس ونیسي او یا تښتونکي وپېژني.

ګومان کېږي چې دا کسان به وسله والو طالبانو تښتولي وي. ویل کېږي چې طالبان به په راتلونکو ورځو کې د افغانستان په جنوب او ختیځ کې، چې د دوی د نفوذ سیمې دي، پر انتخاباتي کارکوونکو او انتخاباتي غونډو د حملو هڅې ډېرې کړي.

دا ډله اوس هم تر ډېره بریالۍ شوې ده چې په دغو سیمو کې د رای ورکولو د کارتونو د وېش مخه ونیسي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې د رای ورکولو ګڼ شمېر مرکزونه د امنیت د نشتوالي له کبله حذف کړي دي.

One thought on “وسله والو کسانو د انتخاباتو ۴ کارکوونکي تښتولي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *