حمله کوونکی په کړکۍ کې یرغمل ښيي

د تهران ایمرجنسي اعلان وکړ چې د تهران په دواړو حملو کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۴۲ نور ژوبل دي.

د ایران رسمي رسنۍ وايي چې په پارلمان او د خمیني پر مقبره د وسله والو حملې پای ته رسېدلي دي.

د ایران تسنیم خبري اژانس په روغتونو کې د وژل شویو او ټپیانو لیست خپور کړی دی.

په دغه لیست کې د ۴۹ تنو نومونه شامل دي.

دغه اژانس په دقیق ډول نه دي ویلي چې په دغه لیست کط څومره کسان وژل شوي او څومره نور ټپیان دي.

داعش د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

وسله والو کسانو د ایران پر پارلمان او د خمیني پر مقبره برید کړی

تاند- ایراني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد پر پارلمان او د خمیني پر مقبرې هممهاله بریدونه شوي دي چې لا هم روان دي.

د ایران رسمي خبري اژانسونه وايي چې حمله کوونکو یو شمېر کسان (چارواکي) یرغمل کړي دي.

په پارلمان کې په داسې حال کې حمله وشوه چې دې جرګې نن /چهارشنبه/ علني غونډه لرله.

وسله وال حمله کوونکی له وسلې سره

د ایران سپاه پاسداران وايي چې د یرغملو د خلاصون خاص ځواک یې د خمیني په مقبره کې دوه تنه حمله کوونکي وژلي دي.

تراوسه پورې د حمله کوونکو د هویت او شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي خو ایراني رسنۍ یې تروریستان بولي.

سپاه پاسداران ادعا کوي چې په پارلمان کې یې له ۴ تروریستانو څخه یو تن وژلی دی خو یو د پارلمان یو شمېر غړی یرغمل شوي دي.

ایراني رسنۍ وايي چې په پارلمان کې ۸ تنه وژل شوي او ۴ تنه د پارلمان په پاسنیو منزلونو کې یرغمل شوي دي.

د پارلمان په پنځم پوړ کې چاودنه وشوه.

د ایران تلویزیون وايي، د خمیني په مقبره کې لږترلږه ۴ تنه ژوبل شوي دي.

دوی په دې اړه څه نه دي ویلي چې وژل شوي کسان د پارلمان غړي دي اوکه مامورین.

په پارلمان او د خمیني په مقبره کې ډزې لا هم روانې دي.

One thought on “د تهران په حملو کې ۱۲ تنه مړه او ۴۲ ژوبل شوي دي”
  1. اور دشیطان کور ته ورسید. شیطان به یی غچ په افغانستان د خپلو جاسوسانو په لاس له افغانانو اخلی، د شویه او سنی محاذ به هم پرانیزی- وطنه ستا د وجود اورونه ستا پر دښمن پوری شه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *