تاند- له هرات څخه د راپورونو له مخې وسله والو کسانو د ولسمشرۍ د کاندید عبدالله عبدالله دوه پلویان د شنبې په ورځ د انتخاباتي کمپاین په درشل کې وویشتل.
دا برید په داسي حال کې وشو چې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره له یوه منتخب ولسمشر څخه بل ته په دیموکراتیکه بڼه د واک د لېږدولو لپاره د انتخاباتو کمپاین ته تر ۱۲ ساعتونو لږ وخت پاتې و.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ د کاندیدانو انتخاباتي کمپاین نن /شنبه/ د شپې دوولس بجې رسماً پیل شي او دوې میاشتې دوام وکړي.
د عبدالله عبدالله ویندوی سید فاضل سنچارکي وویل:«زه تاییدولی شم چې وسله والو کسانو ډاکتر همدرد، چې ټاکل شوې وه په هرات کې زموږ د ټیم د کمپاین مشري وکړي، له یوه بل ملاتړي سره نن ماښام په هرات ښار کې وواژه.»
د هرات د امنیه قومندانۍ ویندوی عبدالروف احمدي پېښه تایید کړه.
عبد الله عبدالله د ولسمشرۍ یو له یوولس کاندیدانو څخه دی او ویل کېږي چې د سعد محسني د تلویزیونونو له کلک ملاتړه برخمن دی.
دا دکلکانو مډرن نیکټایوال غل به ولسمشر سي که نه خو تر هغه وخته به داسې ډیر واړه او جغله غله تر ..ڼ جار کي هه هه هه
داکاردطالبانوندی کیداسی داسماعیل خان نفریابل چاکړی وی