تاند- راپورونه وايي چې نن یو سویډنی، چې ویل کېږي خبریال و، د کابل په وزیر اکبرخان مېنه کې وژل شوی دی.

د راپورونو له مخې وسله والو کسانو څو ساعته مخکې د کابل په دیپلومات مېشته او خورا خوندي سیمه وزیراکبرخان مېنې کې پر سویډني تبعه ډزې وکړې او په خپله د پېښې له ځایه وتښتېدل.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویندوی حشمت الله ستانکزي پېښه تایید کړه، ویې ویل چې د ورځې شاوخوا ۱۱ نیمې بجې دوو وسله والو کسانو په وزیراکبرخان مېنه کې پر سویډني تبعه ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې سویډنی سخت ژوبل شو او وروسته په روغتون کې ومړ.

تراوسه پوري چا د دغه سویډني د وژلو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. وسله والو طالبانو افغان اسلامي اژانس ته ویلي چې په دې پېښه کې لاس نه لري.

د وژل شوي سویډني د نوم نیلس هارنر او عمر یې ۵۱ کلن ښودل شوی خو دا په څو کلونو کې په دې ډول لومړنی ترور دی چې په کابل کې کېږي.

One thought on “وسله والو کسانو په کابل کې یو سویډنی وواژه”
  1. Salam di wi tolo watanwalo ta!

    DA DER DA SHARAM JAY DA CHE PA YAW DASI AMNYATI JAY KI DASI HADISE PESHIGI.
    DA DE NAN HOKOMAT YAW TASH PA NOM HOKOMAT DA AW HOKOMAT BAYAD CHE WASHARMIGI.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *