تاند- د کابل په یوه مېلمستون کې تېره شپه د نامعلومو جنایتکارو په حمله کې یوه جرمنۍ ښځه او افغان ساتونکی یې وژل شوي دي.

پولیس وايي، د دغو دوو کسانو د وژل کېدو ترڅنګ یوه فینلنډۍ ښځه بې درکه شوې او باور کېږي چې برمته شوې به وي.

تراوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دې حملې په اړه څه نه دي ویلي.

افغان امنیتي چارواکي او په کابل کې د لوېدیځو هیوادونو سفارتونه وايي چې حمله کوونکي له طالبانو یا داعش سره تړاو لري ځکه چې داسي ښکاري چې دا برید تروریستي وي.

راپورونه وايي چې د مېلمستون له افغان ساتونکي سر پرې شوی دی. عموماً د اسلامي دولت وسله واله ډله د خلکو سرونه پرې کوي.

د وژل شوي جرمنۍ او تښتول شوې فینلنډۍ د هویت او کار په اړه تراوسه پورې څه نه دي ویل شوي.

مېلمستون، چې د افغانستان د ملي شورا نوې ودانۍ او امریکايي پوهنتون ته نژدې موقعیت لري، د سویډن د مرستو او انکشاف له خیریه موسسې (اپرېشن میرسي) سره تړاو لري او ټول کارکوونکي یې په دغه مېلمستون کې اوسي.

له دې جلا نن /یکشنبه/ په یوه بله حمله کې د افغانستان د فساد ضد د عدالت مرکز یو کارکوونکی په داسي حال کې ترور شو چې خپل دفتر ته روان و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *