تاند- د کوټې د زرغون روډ د کلیسا په انتحاري حمله کې لږترلږه ۸ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر د ۲۴ تنو مرګ ژوبله تایید کړه، ویې ویل چې ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.

خو د روغتون مسوولان وايي چې ۲۰ تنه ټپیان وروړل شوي دي او دغه راز څلور تنه ټپیانو په لاره کې سا پرې کړې ده.

وروستي راپورونه وايي چې د حمله کوونکو انتحاریانو شمېر لږترلږه ۲ تنه وو.

د حملې په مهال په کلیسا کې ۴۰۰ عبادت کوونکي موجود ول.

لومړنی خبر:

وسله وال حمله کوونکي د کوټې یوې کلیسا ته ننوتي

تاند- وسله والو سختدریځو د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د عیسویانو پر کلیسا برید کړی دی.

پاکستاني رسنۍ وايي، لومړی د کلیسا په خوله کې، چې د ښار په زرغون واټ (روډ) کې موقعیت لري، چاودنه وشوه، ورپسې ډزې بیل شوې.

د حملې سیمه د کوټې ښار تر ټولو خوندي سیمه ګڼل کېږي.

ډان نیوز وايي چې په برید کې لږترلږه ۴ انتحاریان برخه لري او اوس هم له پولیسو او پوځیانو سره ډزې تبادله کوي.

ډان نیوز وايي چې یوه حمله کوونکي خپل چاودونکي مواد په کلیسا کې دننه چاودلي دي.

دا برید په داسې حال کې شوی چې ګڼ شمېر عیسویان د یکشنبې د عبادت لپاره په کلیسا کې راټول شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *