تاند- وسله وال طالبان، چې د دوشنبې په ورځ یې کندوز ښار ونیوه، هڅه کوي چې د کندوز هوايي ډګر هم ونیسي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې طالبانو نن /سې شنبه/ ناوخته د هوايي ډګر د نیولو هڅه پیل کړه.

یوه افغان امنیتي مامور، د نوم د نه ښودلو په شرط، رویټرز خبري اژانس ته وویل چې طالبان هوايي ډګر ته نژدې شوي او د هوايي ډګر شاوخوا سیمې یې نیولي دي.

دا په داسي حال کې ده چې نن سهار کندوز ته د کومانډو او خاصو ځواکونو له رسېدو وروسته طالبان د کندوز د امنیه قومندانۍ او محبس له ودانیو په څټ شول.

رویټرز خبري اژانس ته شاهدانو ویلي چې د هوايي ډګر په شاوخوا کې درنه جګړه روانه ده.

له بلې خوا د بخښنې نړیوالې ټولنې د کندوز پر وضعیت اندېښنه ښکاره کړې، ویلي یې دي چې داسي راپورونه یې ترلاسه کړي چې د کندوز په نښتو کې ۱۱۰ تنه ملکیان وژل شوي او طالبان هر هغه څوک نیسي چې شک پرې وکړي چې د حکومت مامور پاتې شوی یا له امنیتي ځواکونو سره خپلوي لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *