تازه خبر

د بریتانیا آی ټي وي ته د کورنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې هوټل ته ۴ وسله وال حمله کوونکي ننوتي ول چې د امنیتي ځواکونو له لوري د فوري اقدام په نتیجه کې ووژل شول.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وویل چې په هوټل کې حالات تر کنټرول لاندې دي او سخت دریځي له منځه وړل شوي دي.

صدیقي د مخکنیو راپورونو خلاف، چې د بریدګرو شمېر یې ۳ تنه ښوده، د حمله کوونکو شمېر ۴ تنه وښود.

صدیقي وویل چې تراوسه پوري د وسله والو حمله کوونکو د برید په نتیجه کې د اوښتو مرګ ژوبلو شمېر څرګند نه دی.

تازه خبر

افغان چارواکي وايي چې ۳ حمله کوونکي سخت دریځي یې وژلي، یو تن په جګړه کې ګیر پاتې شوی او نور د کابل په سرینا هوټل کې څوک نه دي ژوبل شوي.

تاند- راپورونه وايي چې وسله والو کسانو(غالباً طالبان) د کابل پر سرینا هوټل برید کړی او د دې خبر د خپرېدو تر شېبې جګړه روانه ده.

رویټرز خبري اژانس واييو امنیتي چارواکو ورته وویل چې ۳ وسله وال له شاتنۍ دروازې سرینا هوټل ته ننوتي او په هوټل کې پر موجودو کسانو یې ډزې پیل کړي دي.

یوه تن، چې د هوټل له نورو مېلمنو سره په هوټل کې خوندي ځای ته بېول شوی، وویل چې وسله والو کسانو په رستوران کې پر ناستو کسانو ډزې پیل کړې.

یوه بل مېلمه، چې په خپله خونه کې یې ځان پټ کړی، رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د خال خال ډزو ږغ اوري.

سرینا هوټل، په کابل کې یو تر ټولو خوندي هوټل ګڼل کېږي خو دا دوهم ځل دی چې پر دغه هوټل برید کېږي. تر دې مخکې په ۲۰۰۸ میلادي کال پر دغه هوټل د وسله والو طالبانو په برید کې په لسګونو تنه مړه او ژوبل شوي ول.

ګومان نه کېږي چې د امنیتي ځواکونو په منځ کې د دولت د وسله والو مخالفانو له نفوذه پرته دې دا برید تنظیم شوی وي.

یوه افغان شاهد، چې فضل احمد نومېږي، این بي سي تلویزیون ته وویل:«افغان امنیتي ځواکونه او د افغانستان خاص ځواکونه، همداراز ملي اردو سیمې ته رسېدلي دي.

د کورنیو چارو وزارت او د کابل امنیه قومندانۍ حمله تایید کړه.

په دغه هوټل کې د ملګروملتو مامورین، ځیني نور بهرنیان او دغه راز ځیني شتمن افغانان شپې تېروي.

راپورونه وايي چې د ملګروملتو یو شمېر څارونکي، چې تازه د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د څارنې لپاره کابل ته رسېدلي ول، هم په دې هوټل کې دېره شوي دي.

تر دې مخکې وسله والو طالبانو د فاریاب په مرکز میمنه او د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې په دوو بریدونو کې په لسګونو مړه او ژوبل کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *