سعیدالله سنګریار –
هغوی چې باور یې نه کاوه اوس به یې باور وشي چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو جګړه د افغانستان د ورانولو او د افغانانو د وژلو لپاره ده او دغه کار د پاکستان په دستور کیږي.
د ملا اختر محمد منصور وژل کیدل چې د پاکستان د کویټې په احمدوال سیمه کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په نښه کړ او ویل کیږي چې څو نور ملګري یې هم ورسره وژل شوي دي، نړیوال پرې تبصرې کوي.
پنټاګون ویلي چې پر ملا منصور د بې پیلوټه الوتکې برید د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په قومنده شوی او په دې برید افغانستان او پاکستان هم خبر و.
پر امریکا نیوکې وې چې د وسله والو طالبانو مشران ورمالوم دي او کولای شي هر ځای یې په نښه کړي، خو بیا هم په دې برخه کې ناغیړي کوي او ډيرو باور درلود چې امریکا په لوی لاس وسله وال طالبان حمایت کوي.
خو اوس چې په لومړي ځل یې د وسله والو طالبانو مشر په پاکستان کې په نښه کړ، ډير تحلیلونه دا دي چې ملا منصور د افغان سولې له خبرو سره مخالفت کوه، هغه خبرې چې اوس یې امریکا او چین منځګړتوب کوي.
کله چې د افغان سولې په تړاو څلور اړخیزې ناستې پایلیدې، امریکا او چین ضمانت وکړ چې وسله وال طالبان به د سولې خبرو ته کینوي او بالاخره به د افغانستان جګړې ته یوه د حل لاره پیدا کوي.
اوس چې وسله وال طالبان د سولې په تړاو د پنځمې څلور اړخیزې ناستې په شا شول او ځانونه یې خپلواک وبلل، په دې برخه کې امریکا او چین هم تر نیوکو لاندې راغلل او د پاکستان پر نیت خو په دې برخه کې له پخوا شک موجود و.
د څلور اړخیزو ناستو تر ناکامیدو وروسته ډيرې هڅې وشوې چې وسله وال طالبان د سولې خبرو ته حاضر شي، خو داسې ښکاریدل چې هغوی دغې پروسې د خپلو بادارانو په حکم نه حاضریدل.
ځینې باور لري چې امریکا د سولې د خبرو ضمانت کړی و او اوس چې تر سختو نیوکو لاندې وه، دې ته اړ شوې وه چې ملا منصور چې د سولې په خبرو کې یو خنډ دی له منځه یوسي.
د پاکستان ای ایس ای چې د افغان سولې په تړاو دوه مخی سیاست لوبوي، اوس امریکا ورته په ډاګه کړه چې دوی خپل هدف چې په پاکستان کې وي، هم له منځه وړلای شي.
پر ملا منصور برید ای ایس ای ته هم لوی ګوزار دی، ځکه د ملا منصور په مشری د وسله والو طالبانو ډله تر ډيره د ای ایس ای په کنټرول کې وه او د هغوی ګټې یې په افغانستان کې ساتلې.
اوس چې وسله والو طالبانو په ډلو کې درزونه شته او پاشل شوي دي، شک نشته چې د ملا منصور تر وژل کیدو وروسته یو ځل بیا د مشر ټاکلو پرسر ناندری راولاړې شي او ډيرې ډلې به خپلې لارې بدلې کړي.
دلته نو بیا افغان حکومت ته فرصت په لاس ورځي چې د سوله خوښو سره سوله او له شر خوښو سره له جګړې کار واخلي، ځکه طالبان اوس هغه پخوا نه دي چې د یو مشر تر قومندې لاندې به یې کار کوه، اوس ځینو خپلې لارې جدا کړي، یا په کور ناست دي او یا یې درک کړې چې د دوی مبارزه د بل په دستور د نورو د ګټو لپاره ده.
هغوی چې لا هم د طالبانو په لیکو کې وسله په اوږه ګرځوي، ورمالومه شوي به وي چې جګړه دلته کوي او مشران یې د پاکستان د ای ایس ای په میلمستونونو کې په مزو چړچو اخته دي.
وسله والو طالبانو ډير کله کاذبې ادعاوې کړي چې مشران یې په افغانستان کې دي او له پاکستان سره هیڅ اړیکې نه لري، خو اوس روښانه شوه چې د طالبانو ټول مشران چې فعالیت په افغانستان کې کوي، مړی یې په پاکستان کې پيدا کیږي او دغه کار د پاکستان هغه سپین سترګې هم دروغ کوي چې د وسله والو طالبانو بر مشرانو نفوذ نه لري.