«چې چـنګیز ورتـه د خپل جـومات امـام شي

شنې لــوخـړې یې جـنـډ ې ځکـه د بــا م شـي

چې هــر څـه  پـه لــمبو وسـوځي پــاخــه شي

دا وطن چې څومره سوځي، هومره خام شي»

(ممتاز ارمان)

روڼ اندو د رسنیو په مرسته دا خبره تر ډیرو پورې رسولې ده چې په یوه لویه غونډه کې یو چا وسله ګرځول د دین د احکامو یوه برخه ګڼلې ده:

«وسله ګرځول سنت دي»؟ 

(د مولانا صبور له ارشاداتو څخه)

د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په دویمه نیټه مې د فیسبوک یوه یار(ښاغلی نثار احمد صالح) په خواشینۍ سره دا توري لیکلي وو:

«مولانا صبور وایي ماشوم ته قلم او وسله دواړه باید ورکړل سي. نوموړی وایي وسله ګرځول سنت دي، که موږ قلم ورکوو؛ نو وسله هم باید ورکړو چي له کوشنیوالي ورسره عادت سي.

اوس نو د اسلام مقدس دین، امریکا بد نام کړی، که مولانا صبور؟

لعنت د خدای دې درباندي وسي»

د دې تورو لوستلو زښت ډیر خوا بدی کړم، نو مې سمدلاسه ښاغلي نثار احمد صالح ته داسې ولیکل:

ښاغلی نثار احمد صالح!

سلامونه او نیکې هیلې مې ومنه، هیله ده هر څه ښه وي.

که د مولانا صبور د  خبرو لینک را ته ولیږي، منندوی به یم:

«وسله ګرځول سنت دي…»

په دې عصر کې ځان بدمرغه ګڼم چې دا توري یا اورم، یا یې لولم او…

ښاغلي صالح سمدلاسه بیرته را ته ولیکل:

«استاده سلامونه

دا خبره یې کابل کي یو کنفرانس کي کړې وه. د جمیعت اصلاح یو غونډه وه.

حمید هڅاند یې په اړه تفصیلي لیکنه کړې ده.

ما تاسو د هڅاند صاحب پر هغه لیکنه مینشن کړلاست

نوري خبري هم سته.»

ما  چې کله د ښاغلي هڅاند لیکنه پرانستله او ومې لوستله، د پام وړ ټکي یې دا دي:

«…مولوي صیب و ویل: غرب او د غرب دلالان، سیکولران او لیبرالان وایي ماشوم ته وسله مه ورکوئ، ماشوم ته قلم ورکړئ. ده له مسخرې په ډکه لهجه و ویل چې دا نو په ګوړه کې د زهرو ورکړه ده. ده استدلال وکړ چې قلم هم ښه شی دی، خو بې له توپکه قلم هیڅ شی هم نه دی. ده و ویل چې توپک که بد وای، غربیانو به نه لرل. ده و ویل ، د وسلې ګرځول سنت کار دی، ځکه نو قلم دې هم ماشوم ته ورکول شي، او وسله هم.

زه حیران شوم چې مولوي صیب څنګه خلک په یو علمي کنفرانس کې تشویقوي چې ماشوم ته د وسلې ورکول سنت او بناء ضروري کار دی. ایا خلک تشویقول چې هم پخپله وسله واخلي او هم یې ماشومانو ته ورکړي، پخپله افراط، جنګ او تاوتریخوالي ته لاره نه هواروي؟

مولوی صیب استدلال وکړ چې که وسله بده وي، بیا خو نو لاس هم بد دی؛ ځکه په لاس هم بد کار کېدای شي، او په وسله هم. ده و ویل چې د همدې استدلال له مخې دې نو بیا لاس هم قطع شي. خو مولوي صیب دې ته نه دی متوجه چې وسله ګرځول د اردو او پولیسو کار دی؛ عام خلک باید وسلې ته لاسرسی نه ولري؛ ځکه ټولنیز نظم له منځه ځي. بل پلو، د لاس لرل او نه لرل په هیڅ ډول د وسلې له لرلو او نه لرلو سره نه شي تشبیه کېدای. داسې یوه تشبیه د منطق او استدلال څخه لیرې ده…»

په کومه غونډه کې چې مولانا صبور «د وسلې ګرځول سنت دي»؟ خبره کړې ده، مفصل ریپوټ یې د ښاغلي هڅاند په لیکنه کې لوستلای شئ چې ما یې پته لږ وړاندې وښودله.

2په یوه لویه غونډه کې د ګڼ شمیر خلکو په غوږونو کې د دې خبرې ور پوه کول چې وسله ګرځول سنت دي، دا څه ډول پیام لیږدولای شي، داسې اشخاص په ښکاره دا ټولنه او دا خلک او په تیره دا اوسنی نسل او راتلونکي نسلونه د جګړې ډنډ او د جګړې اور ته ور پورې وهي.

زه د نوي نسل د علمي روزنې او د تعلیم د عامیدو د یو کلک پلوي په توګه، په زغرده وایم چې د ټوپک او بم په ځای دې نور زموږ ماشومانو، کوچنیانو او نوي نسل ته کتاب، قلم او کمپیوتر لاس کې ورکړل شي؛ ښونځي او پوهنځي ته د تګ زمینه ور ته برابره کړای شي، جګړې ته او په تیره د ورور وژنې نیابتي جګړې ته د ځوانانو هڅول، له ټول عالم سره جفا او جرم ګڼم.

زه نه پوهیږم چې د بلې دنیا د دیموکراسۍ د نغارې په پایله کې منځته راوستل شوی دولت ویده دی او که خپله د تازه نیابتي جګړو ډول غږوي او… که داسې نه وي نو ولې د دغو اشخاصو د داسې خبرو مخنیوی نه کوي چې په لومړي ګام کې د ټولو خلکو اوبیا د ځوانانو، کوچنیانو او ماشومانو د ذهن په کرونده کې د زهرو تخم کري، نوي نسل ته د ژوند د امید په ځای «د مرګ منظر» مخکې ور ته ږدي، د کتاب لوست او کمپیوتر په ځای یې ټوپک اخستلو ته تشویقوي او په خپلو خبرو او بیانیو کې په ښکاره او په رڼا ورځ د ګڼ شمیر خلکو په مخ کې چیغې وهي چې:

«وسله ګرځول سنت دي»؟ 

که رښتیا وسله ګرځول سنت وي، بیا نو پوښتنه دا ده چې آیا دا سنت یوازې افغانانو ته په میراث کې ور رسیدلی دی که نور «عالم اسلام» هم د دې سنت د پر ځای کولو دنده لري؟

زه چې دې خبرو ته د نوي نسل د روزنې د نهضت یو سر سپارلي سپاهي له عینکو او سترګو ګورم، نو وایم چې دا له اوسني، راتلونکي او لا نورو څو نسلونو سره داسې جفا ده چې په هیڅ ډول، نه جبیره کیدای شي او نه هم توجه کیدونکې او نه هم بښونکې ده او د دې لویې ګناه مسؤلیت په لومړي ګام کې د دې خبرو ویونکو ته او بیا هغو واکدارانو ته ور له غاړې ده، چې د مخنیوي دنده یې لري، خو مخنیوی یې نه کوي.

څنګه چې ښکاره ده، زموږ په ټولنه کې د پوښتنې څوک نه شته. د همدې آشفته بازار د نرخ و نوا له مخې، مولانا صاحب څه موده وړاندې په افغانستان کې د آزادۍ ګټونکي، د تعلیم پلوي او نوي ژوند د جوړولو د سر لاري، شاه امان الله په باب هم څه ارشادات وړاندې کړي وو چې په ټوله مانا له ملي ګټو او ملي ویاړونو سره په ټکر کې وو، هغه وخت مسؤلو کسانو غوږ و نه ګراوه،  روڼ اندو چې هر څومره نارې سورې وکړې، دولت غوږونه کاڼه واچول.

د مولانا صاحب د ارشاداتو یوه برخه دا وه چې: د شاه امان الله، د تعلیمي او پرمختګ پروګرامونو پر ضد د را پورته شوي ګوډ ملا په هکله یې ویل:

«ملا عبدالله ولي و، هر چیرې به چې کیناست ور لاندې به شنو جلګو سر را پورته کاوه او…»

د ګوډ ملا په باب د مولانا صبور د ارشاداتو له خپریدو نه څو شیبې وروسته ځوانانو د ګوډ ملا یو عکس آنلاین کړ، په عکس کې لیدل کیږي چې ګوډ ملا ناست دی، خو تر لاندې مځکه کې نه یوازې دا چې جلګې یا چمن نه دی را شین شوی، بلکې لیدل کیږي چې تر ګوډ ملا لاندې خاورې بادیږي:

دا ډله خلک او د دوی شا ته پټ اصلي څارونکي او د قوندي ور کونکی غواړي چې افغانان ټول عمر له تعلیم نه لرې، په وحشت او جګړه کې ژوند وکړي او تل د نورو د نیابتې جګړې د ملا تړلو سرتیرو په شان د دوی قومندې ته چمتو اوسي.

مولانا صاحب وايي چې وسله ګرځول سنت دي ، خو دا نه وايي چې نظافت د ایمان جز دی، دا نه ور ته وايی چې تعلیم پر ټولو فرض دی او د خپلې پوهې څخه په استفادې سره خپل ځان، خپل  چاپیریال، کور، کلی او ښار باید پاک وساتل شي. د ډیرې وروستۍ علمي څیړنې د پایلې په خپاره شوي ریپوټ کې ویل شوي چې افغانستان په پنځو لومړیو ککړو هیوادونو کې لومړی ځای خپل کړی دی. او ککړه هوا هغه خاموش قاتل دی چې د تنفس په پایله کې یې په لسګونو او سلګونو ډوله هغه نا روغۍ رامنځ ته کیږي چې انسان د ګور تیارو ته ور میلمه کوي. او دا ککړه هوا او وروسته پاتیوالی موږ ته له څه شي را په برخه شوی؟ د کتاب او تعلیم پر ځای، له وسلې او جګړې سره مینه.

د همدې خبرې چې «وسله ګرځول سنت دي»؟ او دې ته ورته خبرو د تبلیغ پایله ده چې هره ورځ د وینو مزه څکو او د چاودنو او وژنو په نتیجه کې مو د لارویانو پښې د وژل شوو انسانانو په اندامونو لګیږي او یا مو د پوهنتون محصلین په رڼا ورځ په دار ځړول کیږي.

د مولانا صاحب په دین کې خو د خیر، سولې او ورورګلوۍ خبرې هم شته، ولې هغه خلکو ته نه وايي چې د «وسله ګرځول سنت دي»؟ په ویلو او تبلیغ سره د جګړې اور ته نور لرګي او تیل ور اچوي.

که د مولانا صبور هیله تر سره شوه او دا سنت پر ځای شو چې هر ځوان باید مسلح وګرځي؛ دې ته هم باید پام وشي چې:

 په وسله دمبوره نه وهل کیږي، د وسلې کار او دنده وژل او ژوند اخیستل دي. خلکو، په تیره ځوانانو ته وسله په لاس ورکول، په لوی لاس جګړې ته د خلکو او نوي نسل ور پورې وهل دي او جګړه د تیزابو هغه ډنډ دی چې عادي انسانان څه چې لامبوزن هم ور ولویږي، بیرته نه شي ور نه را وتلای.

د همدې مولانا ګانو یوه همفکري به په هره وینا کې چغې وهلې:

« ملت شهید پرور افغانستان»؟

دی خپله چغې وهي:

«وسله ګرځول سنت دي»؟

دا او دې ته ورته تبیلغات، په زوره خلک د جګړې دیو ته په غیږو ور وستل دي.

ولې:

ټول عمر جګړه،

ټول عمر مړي خښول،

ټول عمر د خویند، میندو او میرمنو د اوښکو سیلاو ته کتل،

ټول عمر شهید پروري،

ولې؟ تر څو پورې؟ د څه له پاره؟؟؟

که رښتیا وسله ګرځول سنت وي، نو په امریکا کې وسله ګرځول رسمي جواز لري او هر څوک کولای شي د جواز له مخې وسله ولري او وې ګرځوي او ډیری امریکایانو دا سنت تر مسلمانانو لا ښه په ځای کړی دی، هغوی ته مولانا ګان ولې شنه کافران وايي؟

د کمپیوتر، کتاب او قلم په ځای نوي نسل ته د وسلې د ورکړې تبلیغ که مولانا کوي که یې ملا کوي که یې سیاستوال کوي که یې بهرنی او که یې کورنۍ د منلو، زغلو او توجه وړ نه دی.

موږ که له وسلې سره مینه کول عاموو او تبلیغ ورته کوو، پایله یې همدا اوس مالومه ده، یوازې مړي به خښوو او بس ځکه په وسله باندې کرل، ریبل، ودانول او تولید نه کیږي؛ وسله یوازې د وژلو او ژوند اخستلو وسیله ده. یوازې د یو هیواد ملي مسلح ځواکونه حق لري چې د وطن، خلکو او عامه نظم د ساتنې له پاره وسله وساتي، له ځان سره یې وګرځوي او په اړین وخت کې یې وکاروي.

څلویښت کلنو تجربو ښودلې ده چې زموږ ډیری وسله والو هیوادوالو، وسله په نیابتي ډول، د نورو د ګټو او د خپل وطن د بربادۍ له پاره ګرځولې او کارولې ده، نه د وطن او خلکو د دفاع له پاره.

4 thoughts on “وسله ګرځول سنت دي؟/ آصف بهاند”
  1. په اسلام کى سلحه هم شته بښنه هم شته انساني کيرامت هم شته ـ هيڅ څوک دا حق نلرى چه د بل انسان ژوند له منځه يوسي کوم چه موږ ته خداى راکړىـ
    داملا صبور زما په هاند دداسي تبليغا لپأره د کومي بهرنى جاسوسى سازمان نه ګمارل شوى روزل شوى اد دا دنده ور سپأرل شوى او دا ښاغلۍ چون ضعفلنفسه شخصيت ده له دى لارى ځان ته ډوډۍ پيدا کوىـ
    يوه ټولنه هغه وخت مخ په وړاندى تلاى شى چه د ټوپک خاى قلم دجنګ ځاى صلح دکنځلى خاى بښنه ونيسىـ
    لعنت د په هغو کسو وى چه جنګ ته لمنه وهىـ
    ژژوندى او سر لوړى صلح غوښتونکى وىـ

  2. دغو شیطان صفتو او د پردیو اجیرانو ته باید د حج او اوقافو وزارت هره جمعه یو نوی پلان او معلومات ورکړي ترڅو یواځې د اسلامی ارشاداتو په رڼا کې د افغانستان د ملی ګټو د ساتلو لپاره تبلیغ وکړي . که څو ک بیا سرغړونه کوی باید ترټولو سخته سزا ووینی. البته زما هدف واقعی دیني عالمان او ملا امامان نه دی . هغوی د اسلامی ارشادتو په رڼا کې تل خپل ځوان نسل په اسلامی او انسانی روحیه روزلی دی.

  3. همدا خلک دی چی د پردو او بی ګانه استخباراتو پروژی پلی کوی
    د مجاهدینو په وخت کی د ننګراهار پوهنتون ته د پاکستان نه یو عالم راغلی وو کله چی محصلینو ته وینا کوله نو ورته یی وویل چی دا طب انجینری او داسی نور تعلیم په در د نه خوری ولی حالانکی په پاکستان کی ټولو پوهنتونونو کی همدای درس ورکول کیږی نو اصله خبره داده چی په کومه ټولنه کی چی دوی فعالیت کوی هغه د بهرنیو استخباراتو یوه پروژه ده چی وایی جنګ افغانستان دفاع پاکستان او په داخل د افغانستان کی هغه تنظیم چی ټول عمر یی د افغانستان په ورانولو کی تیر کړی دی هغه ترینه دفاع کوی
    د یو روښانه راتلونکی او اباد افغانستان په هیله

  4. سنت محمدي کلام دي او دغه چټیات چې ملازنبوروائي په سنت کې ندي راغلي۰ د قران سپیڅلي کلام په قلم لیکل شوي نه په ټوپک او د اسلام ثقافت په قلم روښانه شوئ او سلاح تور او وران کړئ۰
    هغه چې سلاح ئې په لاس پورته کړه هغه په روحي ناروغۍ (شیزوفرین)آخته دي لکه مسعود چې په کابل کې لکه لیونئ هره خواه داړې اچولې، لکه فهیم چې کله غره ته خوت کله سپیدارته، لکه عبداله چې جان کیري ته ژاړي او لکه عطافرعون چې په دنیا ئې ایمان راوړئ۰
    په ۲۰۱۴ د بسوګۍ انتخاباتو کې یوې بدخشۍ یوې ښوونکې ته ویل چې « استاذې اوس د شعرو قلم وخت ندی اوس د ټوپک وخت دی، راځه توبک واخله چې انتخابات دي…» ۰ یوه ښځه مور ده او د مور زړه ډیر نرم وي، خو د متعصبوستمیانو میندې هم بیرحمه ټوکچي دي۰
    آخر دا ناپوه، تور مغزه ملا چا لپاره غواړي په لاس( سلاح ) پورته کړي، د خپل مسلمان ورور په ضد؟ رښتیا چې د انګریز نوکر دئ۰
    رب تعالی مونږ ته سترګې راکړې چې جهان په وګورو اختراعوې او کشفیات وکړو، لاسونه ئې راکړي چې کار په وکړو او خپله حلاله روزي په وګټو او وې خورو نه چې ټوپک او چاړه په لاس لکه لیونیان په کوڅو کې داړې واچوو۰
    په دې ورستیو کلو کې زمونږ هیواد، ملت، ملي اتلان، قانون، ژبې او دود ته ډیر سپکوالی کیږي۰ زما په انډ دغه پردیپاله ستمئ ملا دې یا بندي او یا له هیواده وایستل شي۰ ځي دې خپل انګریز بابه ته۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *