د افغانستان او پاکستان

خبریال: نعمت الله خالد(ښرنه) د پکتیکا ولايت په مرکز ښرنه کې، تیره شپه وسلوالو کسانو هغه هندي الاصله
ډاکټره ووژله چې د طالبانو د وخت د ظلم او تيري کېسې يې هندي سېنما(باليووډ) ته کړې وې، چې وروسته بیا هندي سېنما د اغلې په کېسو د طالبان په نوم فلم هم جوړ کړی ؤ.

د پکتیکا ولایت امنيه قومندان دولت خان ځدراڼ وايي، چې دغه پېښه د مرکز ښرنې اړوند سرې کلا په  سېمه  کې شوې ده.

د نوموړی په خبره وژل شوې ميرمن، چې سيد کماله نوميده او تقریباً ۴۵ کلنه وه،  د طالبانو له ظلمونو څخه پرده پورته کړې وه او د دوی اصلي څېره يې نړۍ ته ښودلې وه.

ځدران زیاتوي چې نوموړې روغتیايې کارکوونکی وه، له دولت سره یې هېڅ راز تړاو نه درلود.

د سيمې یوه اوسيدونکی چې د نوم له ښودلو ډډه کوي وايي چې طالبانو یاده ميرمن تيره شپه په یوه بجه له کوره اېستلې وه او سهار يې مړی په کلي کې غورځولی ؤ .

د سرچينې د معلوماتو له مخې، پوليسو په دې اړه له خلکو څيړنې پیل کړي دي خو تر اوسه يې څوک په تړاو  نه دی نیول شوي.

د ښځو چارو رييسې بې بې حوا خوشیوال د ډاکترې سید کمالې وژنه وغندله، هغه یې یوه روغتيايې کارکوونکې او د هغې وژنه یې د وطن لپاره یوه لویه ضایعه وبلله.

له دې پېښې څلور ورځې وړاندي په پکتیکا ولایت کې یوې پیغلې د ناخوښه واده له امله خپل ځان سوځولی ؤ.

د سید کمالې اصلي نوم سشمیتا بنرجي و خو له یوه مسلمان افغان سوداګر سره له واده وروسته یې پر ځان سید کماله نوم کېښود.

دې د طالبانو د واکمنۍ په مهال کیسې لیکلي دي. د دې له کیسو څخه په ۲۰۰۳ میلادي کال بالیووډ فلم جوړ کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *