خبرپاڼه
نېټه١٣٩٢، ٠٥، ٠٢
کندهار افغانستان- دکندهار ولايت په ارغنداؤ ولسوالۍ کي وسلوالو طالبانو تېر ماښام دوه تنه کاريګر (پيشتکيان) وژلي دي.
ياد کسان پر داسي مهال وژل سويدي چي دوى تېر ماښام د ارغنداؤ ولسوالۍ د چهارغولبې په سيمه کي په خپلو باغونو کي د انګرو په شکلولو بوخت ول.
د معالوماتو له مخي د يادو وژل سوو څخه يو تن يې درې کاله مخکي د محلي پوليسو په ليکو کي د نده ترسره کړې وه خو له درې کلونو راهيسي يې خپله بزګري پر مخ وړله او کومه دولتي دنده يې نه لرله خو تېر ماښام د طالبانو له خوا د دوى په خپلو باغونو کي په ډزو وژل سوي دي.
د يادوني وړ ده چي وسلوال طالبان تل بېګناه او عام خلګ په دې تور وژني چي ګواکي د دولت سره کومه رابطه لري خو هر ځل دوی بې ګناه او داسي خلګ وژني چي د دولت سره هيڅ ډول اړيکه نه لري او همدارنګه طالبان د روژې په دې مبارکه مياشت کي هم د عامو بې ګناه خلکو له وژلو درېغ نه کوي.