خبرپاڼه
نېټه١٣٩٢، ٠٦، ١٤
کندهار افغانستان– د وسلوالو طالبانو لخوا په يوه راغورځول سوي هاوان کي تيره شپه په ميوند ولسوالي کي د شپږو شځو په ګډون د يوې کورني اته تنه غړي زخميان سول.
د کندهار ولايت د ميوند ولسوالي د شاغاسي کلا په مربوطاتو کي د ملي اردو د ځواکونو لخوا د وسلوالو مخالفينو د شومو اعمالو د مخنيوي او ددوي د ورانکارو پلانونو د شنډولو په موخه چاڼيز عمليات پيل سوي چي پر مهال يې تيره شپه وسلوالو طالبانو غوښتل چي د هاوان په راغورځولو سره د ملي اردو ځواکونه په نښه کړي خو هاوان په کور لګېدلي او ملکي خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د افغان ملي امنيتي ځواکونو لخوا زخميان ددرملني په موخه روغتون ته انتقال سوي دي او ورسره سم د امنيتي ځواکونو لخوا پلټني پيل سوي چي راغورځول سوي هاوان د کوم هيواد جوړ او د کومه ځايه راغورځول سوي دي.
وسلوالو مخالفينو څو ورځي وړاندي هم د کندهار ولايت د کابل بانک و مخ ته د ځانمرګي بريد په ترسره کولو سره په سلګونه کورني د غم پر ټغر کښېنولې او بې ګنا ځوانان يې د مرګ په خوب ويده او د زياتو مظلومو خلکو د بدن غړي يې ترې واخيستل.
دا په داسي حال کي ده چي وسلوالو مخالفينو اوس د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړي دي او د سړک غاړي په بمي چاودونو او بې ګنا خلکو په وژلو او زورولو سره غواړي دا ثابته کړي چي دوي څومره کمزوره سوي دي خو د افغان ملي امنيتي ځواکونو لخوا يې د ورانو فعاليتونو مخه ورځ تر بلي نيول کيږي