جانان ته د رسېدو او وصال ارزو د شاعري یو اصلي موتیف دی. خوشحال خټک چې د رنتبور په جېل کې بندي و او له جانان سره د وصل لارې ورباندې بندې وې نو باد او هوا ته په تمه و چې د پښتنو جینکو د زلفو عطر ورته راوړي. دی فرمایي:
پښتنې جونې دې زلفې باد ته نیسي
چې شمال یې بوی راوړي تر رنتبوره
رحمان بابا چې روحاني طبیعت ورباندې غالب و، د خیال په دنیا کې جانان ته رسېده او داسې ښکلې وینا یې کوله:
په هجران کې د یار خیال راسره مل دی
په زندان کې له یوسف سره اسیر یم
په لنډیو کې چې روحاني فکرونه نشته یا ډیر لږ دي، جانان ته د رسېدو لپاره د طبیعت د قانون د بدلانه ارزو شوې ده، داسې چې:
نن د جانان دیدن ته ځمه
خدایه ته لنډ کړې دا د زمکې تناوونه
سید شاه سعود د وصال په لاره کې د مکان له واټنه نه بلکې د زمان له واټنه شکایت کوي، وایي:
څنګه درشم زمانه رانه چاپېره
له ماښامه تر سهاره لېونیه
او نور محمد لاهو یار ته د رسیدو لپاره بلکل بله خبره کوي:
کومو چیغو کې ځان تاو کړم
چې در ورسیږم یاره ؟
هسې وایي چې دېو یو وخت د بنیادم مېلمه شو. یخني وه. بنیادم به ګوتې پوکلې چې تودې شي. وروسته ښوروا راغله. کوربه ښوروا ته وروپوکل چې یو څه سړه شي. دیو کوربه ته وویل: مخکې دې هم پوکل او اوس هم، دا ولې؟ بنیادم ورته وویل: مخکې مې پوکل چې ګوتې مې تودې شي او اوس مې پوکل چې ښوروا سړه شي.
دېو ښورا په خوند وخوړه، له بنیادمه یې مننه وکړه او د تلو اجازه یې وغوښته. بنیادم ورته وویل: ښه شو چې سره بلد شو، اشنایي به پالو!
دېو وویل: له مېلمستیا دې یو ځل بیا مننه خو له بنیادم سره اشنایي نه کوم، ځکه له داسې مخلوق سره ملګرتوب سخته دی چې سا یې هم سړول کوي، هم تودول.
د لقمان حکیم په دغه حکایت کې د انسان د فطرت ډیر لوی حقیقت ته اشاره شوې ده. د انسان زړه د متضادو ارزوګانو کور دی. انسان که څه هم د وصال په لار کې کله کله له سره تېرېدو ته تیار وي خو کله کله بیا د شاه سعود غوندې داسې خبرې هم په زړه کې ورتېرېږي:
زه او ته همداسې ښه یو زمانه په منځ کې ښه ده
دومره مه رانژدې کېږه فاصله په منځ کې ښه ده