د کلیسا شاوخوا هدیره تکه شنه وه، ټول قبرونه په ګلانو پوښلي او ورسره له ډبرو وړې وړې د پرښتو مجسمې او لګیدلې شمې ایښې وې، له ونې جګه په عمر پخه اوتکړه میرمن له خاک سره په جګو پښو ناسته وه او شمه ېې بلوله. راپام ېې شو ، راولاړه شوه خاک ته مخامخ اوږدې چوکۍ ته ېې اشاره وکړه :
ر اځه ښه لمر ځلیږي.
په اوږده څوکې ورسره کیناستم، لاسونه مې د کوټ په جیب کې ،په داسې حال کې چې شاته مې تکیه کړې وه پاس مې د جګو ونو له شا د لمر وړانګې څارلې ، میرمن وویل :
پوهیږې تیر کریسمس راسره دلته په دې څوکې ناست ؤ.
– څوک؟
-خاوند مې … که وصیب ېې نه واي کړی نو ما به ېې د اولادو خبره منلې وه مړی به مې سوځولی او په منګي کې به مې ایره اچولې واي، اوس به په کور کې راسره ؤ…
نو چې د سوځولو رواج هم لرئ ، خاوند دې ولې دغسې وصیت کړی ؤ…؟
میرمن سوړ اسویلي وکیښ او وېې ویل:
څه ېې سر زوري وه او څه ېې دغه زړه کلیسا خوښه وه.
هو رښتیا ستاسو څنګه رواج دی ؟
د باران غټ ، غټ څاڅکې مې احساس کړل ترې را ولاړه شوم ،ځواب مې نه درلود له ځان سره مې سوکه وویل :
هو… موږ په ځانمرګیو کې ورک کیږو….

نازو پسرلۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *