دا ونې، بوټي، واورې او ګلونه مې وطن دی
دا غرونه مې هډوکي دي، دا خاوره مې بدن دی
دا ته څه يې، دا ستا د ځانه څه تمه پيدا شوه؟!
زموږ خو هغه ځان دی، چې په دې خاوره مين دی
ارواښاد صاحب شاه صابر
زموږ اوسنۍ وطني مينه؟!
هغه ورکه چې پسې ورک يو خو ومو نه پېژنده،نړۍ مو ګام په ګام وليده خو د نړۍ د ابادۍ لاملونهمو درک نه کړل، د وطني مينې انساني معيار مو درک نه کړ او خپل هيواد مو ونه پېژاند. د نړۍ د هرې ودانۍ فکر مو خپل وطن ته د ورانۍ د توپ، بم او ټوپک په جامه کېراوړ.
هغه هيوادونه چې اقليم يې ژوند ته برابر نه دي، خاوره يې د کر وړ نه ده، موقعيت يې د افغانستان په څېر ارزښتمن نه وي، طبيعي زېرمې يې د انسانانو د تشو ګېډود ډکولو توانايي نه لري… خو بيا هم اباد دي، اوسېدونکي يې سوکاله ژوند لري، د بل احتياجه نه دي او په هره برخه کې د هيوادونو په څېر خپلواک دي. زموږ هيواد چې ښکلیجغرافيايي موقعيت لري، په طبيعي زېرمو غني، د ښکلي منظرو درلودونکی او له هر پلوه يو ښکلی هيواد دی، چې انساني ژوند ته په بشپړه مانا مساعد دی خو زموږ ناوړه فعاليتونه او فردي اهداف د دې باعث شوي دي، چې جنتي وطن مو په دوزخ بدل کړی دی.
وطن زموږ کور دی، زموږ د سکون ځای دی، د کر، زده کړې، مينې، تنفس، خوب، ارام، سکون، قبر… او ژوند ځای دی او بالاخره داسې هيڅ نشته، چې بې وطنه يې ولرو. په دنيا کې چې له څه سره مينه لرو، له وطن سره به يې اړيکه خامخا وي. دين، ناموس، ځای، شتمني… دا هر څه مو په وطن کې خوندي ديکه فرضا موږ دا وطن نه لرلای او په اوسنيو اسرائيلو يا فرانسه کې مو کور وای، لمونځونه به مو دا ډول په اخلاص کول لکه څنګه يې چې په خپل وطن کې کوو؟! که وطن مو نه وای، چا به د افغاني په نوم پېژندلو؟!که وطن مو نه وای، موږ به ټول عمر کوچيان نه وو؟!نو هغه مينه چې له دې هر څه سره لرو، بايد له وطن سره يې هم ولرو.
زيات يې مه ګڼه له خدايه، له رسوله
نوره نشته د وطن د مينې پوله
فضل الرحيم ساقي
ښايي د وطني مينې تعريفونه نور هم وي خو دا يو يې دلته ذکر کوو؛ د انسان له خپلې خاورې، ملي سرود، ملي سکې، ملي بيرغ او په ټوليز ډول له ملي ارزښتونو سره مينې، علاقې او فکري تړاو ته وطني مينه وايي. موږ دې تعريف ته په کتو خاوره خرڅوو، ملي سکه نه پېژنو، د ملي بيرغ پر ځای نورو بيرغونو ته درناوی لرو او ملي ارزښت مو تر اوسه لا سم نه پېژندلی.
د حقوقي اصطلاحاتو په کتاب کې مې د ملي خيانت تعريف داسې ولوست: ملي خيانت هغه قصدي عملونه دي، چې د يو هيواد تبعه د هيواد د حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا او يا هم ملي امنيت پر ضد ورانکاري فعاليتونه سرته رسوي.د ملي خيانت په نوم پېژندل شوي ټول قصدي عملونه موږ په فخر او مېړانه وکړل. ملي حاکميت مو نه دی منلی، د ځمکنۍ بشپړتيا تقدس مو نه دی ساتلی او د ملي امنيت پر ضد خو مو تخريب ثواب ګڼلی.
موږ د ماشومانو روزنه هم په داسې طريقه کوو، چې په راتلونکي کې له خپلې خاورې او وطن سره کرکه وکړي. يوه ورځ مې يو تصوير وليد، چې يو ښوونکي ټوپک غاړې ته اچولی او ماشومان ترې تاو دي نو دا ماشومان به په اروايي لحاظ څومره نارامه او بې سکونه ژوند لري؟! څه به زده کوي؟! او له وطن سره به يې علاقه څنګه پيدا شي؟!دا ماشومان خو به خامخا هغه تاريخ تکراروي، چې ښوونکی يې عملا ورته ښيي او له جنګي ذهنيته بغير به نور څه زده کړي؟!
تاريخ مو د تېريو او ظلم داستان، د وطن خرڅونې او وېشنې بې کچې دسېسې او فريبونه بيانوي. هغوی چې دا وطن ودانوي، توهينوو يې، وژنو يې، نورو ته يې سپک معرفي کوو. د محمود طرزي افکار را څخه هېر دي خو د يو پرديپال په خبره ځان وژنې کوو.
د غلا او ورانکاريو بنيادګر ته د عزت پټکی په سر ورتړو، هغوی چې دا وطن ورانيو ته ټېل وهي، سجدې ورته کوو؛ نو زموږ چې حالت داسې وي، وطني مينه به مو څه وي؟! هغه د مولانا خبره:
دزدی چو سلطان مېکند
پس از کجا خواهند امان؟
خپلواک هيوادونه هغو ته ويل شوي،چې د معلومې ځمکې، کورني او بهرني خپلواک سياست، پايدارې ټولنې، دولت درلودونکی وي او همدارنګه له نورو هيوادونو په بشپړ ډول خپلواک وي او همدا شان وکولای شي، چې له نورو هيوادونو سره په ازاده توګه اړيکې ټينګې کړي.
د هيوادونو تعريف داسې هم شوی؛ د ملي بيرغ، ملي سکې، ملي تاريخ، اساسي قانون او معلوم نفوس درلودونکي معلومې جغرافيې ته ويل کېږي. موږ خپلواک هيواد لرو خو ساتنې او پالنې ته يې خپلواک فکر او تدبير نه لرو، هر وخت مو د بل په لمسه د دې هيواد د ودانۍ لارې ورانې کړې دي.
زموږ هيواد
د افغانستان د پېژندنې په باره کې مې ځينې کتابونه او انټرنيټي مقالې ولوستې، ځينې ارقام تر ډېره راته ناسم ښکاره شول. د بېلګې په توګه ښودل شويو مساحتونو توپير لاره. په ځينو کې ۶۵۲۶۲۶ کيلومتره ليکل شوی و، ۶۵۲۸۶۴ کيلومتره ښودل شوی او د درمل صاحب خبره مې ذهن ته راغله، چې زموږ جغرافيه کله ډهلی او اصفهان او کله ګوشته او ځاځي.
همدارنګه له ګاونډيو هيوادونو سره د سرحد اندازه بشپړ کيلومترونه ښودل شوې ده ـ کسري عداد نه لري، چې دا هم راته ناسمه ښکاري ځکه چې اقلا له يو هيواد سره به د سرحدي پولي اندازه څه کم يا څه د پاسه څو کيلومتره وه. د افغانستان د سرحدونو اندازه په دې ډول ښودل شوې.
ختيځ او سوېل: پاکستان / ٢٤٣٠ کيلو متره
لوېديځ: ايران / ٩٣٦ کيلومتره
شمال لوېديځ: ترکمنستان/ ٧٤٤ کيلومتره
شمال: ازبکستان/ ١٣٧ کيلومتره
شمال ختيځ: تاجکستان/ ١٢٠٦ کيلومتره
ختيځ: چين / ٧٦ کيلومتره
په پورتنيو ارقامو کې هيڅ کسري عدد نشته نو ما ته تر ډېره ناسم ښکاريکه کسري عداد هم ونه لري خو چې باوري وي، ښه به ويخو په اوس حالت کې زموږ لپاره ځکه پېغور دی، چې موږ له خپل هيواد سره اقلا دومره مينه هم نه لرو، چې سرحدونه او مساحت يې دقيق اندازه کړو.
د اوسني افغانستان بنياد احمد شاه بابا ۱۱۲۶ لمريز کال کې ايښی، چې اوس ۳۴ ولايتونه او ۳۹۸ ولسواليانې لري. افغانستان وروستی وار له ۱۹۱۹ ميلادي کاله راپه دې خوا د ازادۍ د اتل امير امان الله خان د هڅو له برکته خپلواک هيواد اعلان شوی، چې موږ هم د دې رښتيني غازي د هڅو پر اساس د خپلواک هيواد درلودونکي يو.
د افغانستان ملي سکه افغانۍ، ملي بيرغ: تور، سور او زرغون ـ ملي نښان: جومات، دوه وږي او له پاسه پرې کليمه طيبه ليکل شوې، نفوس يې په ۱۳۹۰ لمريز کې ۲۶.۵ ميلونه وګړي ښودل شوی او پايتخت يې د کابلښار دی. دلته مو د افغانستان په باره کې دا نيمګړي معلومات ځکه را نقل کړل، چې موږ د خپل هيواد د جغرافيايې موقعيت په باره کې هم دقيق معلومات نه لرو، چې له دې مو د وطني مينې پته لګېږي.
د سيدجمال الدين افغان، مولانا جلال الدين بلخي او نورو دعوه چې ايران، پاکستان او يا بل هيواد کوي،علت يې دا دی، چې موږ يې لومړی پېژنو نه؛ که ويې پېژنو ـ حق مو نه دی ادا کړی. په ژوند مو لا ښه چلند ورسره نه دی کړی.
ارواښاد سيدبهاالدين مجروح، سيدجمال الدين افغان … مو له وطنه پسې واخيستل، شهيدان مو کړل او اوس يې هم ځينې په ښو نومونو نه يادوو.
وطني مينه له کومه کړو؟!
زموږ اوسني مشاهير او اتلان هغوی دي، چې دا وطن يې وران کړی، خرڅ کړی، ملت يې ټوټه ټوټه کړی او ملي خيانتونه يې کړي دي خو که د دې پر ځایمولانا جلال الدين بلخي، احمدشاه بابا، غازي امان الله خان، ميرويس نيکه، عبدالحی ګردېزي، سلطان محمود غزنوي، د شرق نابغه سيدجمال الدين افغاني، شهيد سيد بهاوالدين مجروح، ارواښاد ګل پاچا الفت، حکيم سنايي، ابوريحان البيروني، موسی شفيق، د ميوند ملالۍ، ارواښاد ډاکتر عبدالوکيل وردګ، پاچا خان ـ خان عبدالغفار خان، وزير محمد ګل خان مومند، علامه عبدالحی حبيبي، علامه عبدالشکور رشاد، ارواښاد محمد صديق روهي، ارواښاد محمد صديق پسرلی، غلام محمد غبار، صلاح الدين سلجوقي، حکيم ابونصر فارابي او نور شي نو له وطن سره د مينې يو تار به مو موندلی وي. اوسني کاذب مشاهير او اتلان دې نور ونه نمانځل شي او د يادو اتلانو او مشاهيرو په څېر کسان دې ملت ته ور وپېژندل شي.
دويمه لاره يې راته داښکاري، چې موږ بايد په تاريخ او اجتماعياتو کې د وطنپالنې داسې مطالب ولرو، چې له وطن سره مو په روحي ډول وتړي. استاد اسدالله غضنفر په کلتور او ټولنه کې کتاب کې د حب الوطن په باره کې داسې ليکي: د ښوونځي د ادبياتو په کتاب کې د هيواد د يوه کلي ښکلې سفرنامه، يوه داسې کاميابه لنډه کيسه چې د کابل يا کندهار او يا بل کوم ښار يوه کوڅه مو سترګو ته ودروي او د هيواد د يوه شخصيت کاميابه بيوګرافي د وطن مينه زياتولای شي.
د استاد خبره زما د ژوند تجربه ده. د نصير احمد احمدي ناولونو غزني نور هم راباندې ګران کړی، د استاد محمد صديق پسرلي او شپون صاحب ناولونو راباندې د کندز ښکلې درې، دښتې، غاټول… ګران کړي نو که چېرته موږ خپل هيواد هيوادوالو ته په وروپېژنو، د وطني مينې په فکر روزلو کې به مو برخه اخيستې وي.
د تاريخ د عالم ډاکتر مبارک علي يوه خبره هم راته د وطني مينې د روزلو په باره کې ښه ښکاره شوه: تاريخ يوازې هغه وخت د ټولنې د پوهې او شعور کچه لوړوي، چې اوسنو حالاتو ته په پام سره وليکل شي او د ماضي په رڼا کې د اوس وخت مشکلات را وپېژني. د تاريخ سبقونه/ ۲۶۲ مخ ژباړن استاد غضنفر
موږ په تاريخ کې يوازې د سترګو ايستو، په دار ځوړولو، خونړيو انقلابونو او نورو بدبختيو کيسې لوستې دي که چېرته د وطن اوسنيو حالاتو ته په کتو وليکل شي، شونې ده، چې دا وطن هم په مينه اباد شي.د اروپا تاريخ موږ ته د يوې وروسته پاتې ټولنې د پرمختګ رازونه راښيي.
د غفار خان دا وينا هم راته يو ښکلی درس دی، چې د جد و جهد کتاب په ۶۴ مخ کې راغلې:د قومونو د ژوندي کولو او بيدارولو لپاره داسې کسان په کار دي، چې بې غرضه وي، ديانت دار وي، ايماندار وي او د خدای ج لپاره د خپل قام خدمت ته تيار وي، چې داسې کسان په کوم قام کې پيدا شي نو د هغوی په کوششونو هغه قام کې مينه، محبت، همدردي، وروري او عزيزولي پيدا شي. هغه قام اباد شي، موږ بې همتو او خودغرضو خانانو، ملايانو او باباګانو تيارې ته کېنولي يو.
بله مساله زموږ د بې همتي ده، چې موږ د هيواد جوړونې ته هيڅ اراده نه لرو. په اقتصادي، سياسي، اجتماعي، فرهنګي، مذهبي او هر ډول د بل د غلامۍ ځنځيرونو ته خوشحاله يو. که همداسې بې همته يو، خپلواکي نشته.
د هېګل دا خبرهراته بايد هېره نه کړو: د بشر د هڅو، پرمختګونو او اوج ته رسېدو او لوړوالي تر شا کارکوونکې روحيه (خپلواکي) ده.
د ارواښاد قيام الدين خادم د بيت په تول تللي نمونوي وطنوال پيدا کېدل به د وطني مينې د روزنې بله لاره وي:
خادم چې په اخلاص شي څوک د ملک او د ملت
وطن يې پس له مرګه په مدفن فخر کوي
ځينې نورې لارې هم شته، چې بايد توجه ورته شي. د بېلګې په توګه په هيواد کې له اقتصادي منابعو سمه استفاده، د حکومت او دولت پياوړتيا، د عدالت او شفافيت رامنځ ته کېدل، د تبعيد، لوږې، نشه يي توکيو، جنګ، تبعيض او نورو ناخوالو له منځه وړلو لپاره طرحې رامنځ ته کول او په دې باره کې عملي کار پيلول.
په خواله رسنيو کې موږ همېشه د جنګ تصويرونه ګورو، په تلويزون کې د اوباشانو خبرې اورو، د وطن د تخريبګرو مرکې او تصويرونه ګورو… که د دې پر ځای مو د وطن د ښکلو درو تصويرونه خپاره وای، د ممتازو زده کوونکو مرکې مو خپرولای، د واقعي ملي مشاهيرو تصويرونه مو خپرولای… همدارنګه په کتابخانو کې به د پاکستان د هغو وژل شويو کسانو په باره کې کتابونه ګورې، چې د افغانستان په تخريب او ورانکارۍ کې اتلولي لري خو د محمود طرزي، سيدبهاوالدين مجروح، سيدشمس الدين مجروح، مولانا جلال الدين بلخي، حکيم ابو نصر فارابي، ابوريحان البيروني… کتابونه به دې تر سترګو نه شي. خبرې اوږدې شوې، الله ج دې وکړي، چې موږ د وطن حق ادا کړو او هغه لاره ومومو، چې د دې خاورې اوسنی او راتلونکی اسوده، سوکاله او باعزته ژوند خپل کړي.
ستا لپاره سوی، ستا لپاره پکې سوځو موږ
سور دوزخ مو ربه شين جنت د هيوادونو کړه
استاد محمد صديق پسرلی
پای
دا خاوره زمونږ مور ده۰ د دې خاورې لیاقت نه لرو۰ مونږ د خپلې مور په درنښت پوی نه شو، مونږ ئې حق پر ځای نه کړ۰موږخپله مور وسوزوله، تاله واله مو کړه۰ ډیر دشرم ځای دی۰