وطنپال زلمي مدني بنسټ د خپل فعالیت له پیل سره سم د پکتیا په ټولو ولسوالیو کې د عامه کتابتونونو د جوړولو په موخه د کتاب راټولونې پراخ کمپاین پیل کړ، چې د پکتیا ترڅنګ د هیواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم یاد کمپاین ترسره شو او په ترڅ کې یې زرګونه ټوکه کتابونه راټول کړل چې له ژمنې سره سم د یاد کمپاین په پای ته رسېدو سره لومړني عامه کتابتونونه په څمکنیو او ډنډ پټان ولسوالیو کې پرانیستل شول.

په یادو ولسوالیو کې د عامه کتابتونونو د پرانیستې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وطنپال زلمي بنسټ مشر منور اندیال وویل، چې نږدې پنځه میاشتې وړاندې یې د خپلو همفکره ملګرو په ملتیا د دې کار تکل وکړ او په یاده موده کې د کتاب راټولونې له بهیر سره د مرستو را جلبولو په پار بېلا بېلو اشخاصو، ادارو او خیریه بنسټونو ته ورغلل چې په پایله کې یې تر ۱۴ زره ټوکو پورې کتابونه راټول کړل. اندیال زیاته کړه، چې له دې کار څخه یې موخه د مطالعې دود عامول او په لرو پرتو سیمو کې د پوهې ارزښت ته د خلکو لا نور پام اړول وو. د څمکنیو ولسوال آزاد خان د وطنپال زلمي بنسټ دا نوښت وستایه او هغه یې د پوهنې او پرمختګ په ډګر کې بې ساری ګام وباله، نوموړي وویل:

(( زه د وطنپال زلمي بنسټ دا ابتکار ستایم، د دوی سپيڅلی احساس د قدر وړ دی، د کتابتون له پرانیستې سره به د کتاب لوستونکو ډېرې ستونزې حل شي او اړتیا وړ کتاب به په آسانۍ ترلاسه کړي.))

په ډنډ پټان کې د کتابتون پرانیستغونډې ته د یادې ولسوالۍ د پوهنې آمر نجیب الله فطرت پخپلو خبرو کې د کتاب، پوهې او مطالعې پر ارزښت ټینګار وکړ، نوموړي زیاته کړه، چې له دې پخوا په لرو پرتو سیمو کې دې برخې ته هیچا هم دومره پام نه وو کړی او وطنپال زلمي بنسټ پخپل دې کار سره د لرو پرتو سیمو زده کوونکي او ځوانان لا نور د علم او پوهې ترسره کولو ته وهڅول. فطرت دغه راز زیاته کړه:

((د دې کتابتون پرانیسته به د کانکور په ازموینه کې د زده کوونکو د بریالیتوب کچې په زیاتوالي کې هم د پام وړ رول ولوبوي، ځکه چې فارغین به د اړتیا وړ هر کتاب په خورا آسانۍ د مطالعې لپاره لاسته راوړي.))

قومي مشر حاجي مزمل د کتابتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او دا یې د پوهنې په پرمختګ او پراختیا کې ګټور ګام وباله او د ولسونو له لورې یې د یاد کتابتون د لا بډایه کولو ژمنه وکړه. یاده دې وي، چې اوس مهال هر کتابتون تر ۱۲۰۰ ټوکو پورې بېلا بېل کتابونه لري خو جوړونکي بنسټ او د اړوندې سیمې اوسیدونکو یې په راتلونکي کې د لا بډایولو ژمنه کړې. دا لومړی ځل دی، چې په پکتیا کې یو مدني بنسټ د کتاب راټولونې کمپاین ترسره کوي او په ټولو ولسوالیو کې ترې عامه کتابتونونه رغوي.

حفیظ الله آریال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *