موږ ته هميشه ويل سوي دي چي پر خاوره مو ځانونه قربان کړئ، هيچا هم دا راته ونه ويل چي ژوندي پاته سئ، وطن د پرديو له احتياج څخه وساتئ، د وطن خاوره په راکټونو او مرميو مه ولئ!!! مانا د وطنپرستۍ تعريف يې برعکس راته وکړئ.
د هندوستان او د ټولي نړۍ د عدم تشدد ډير ستر مبارز مهندراس مهاتما ګاندي، تر يوه سفر وروسته خپل هيواد ته راځي، هغه تر هر څه لومړی د ښار يوه لوی معبد ته ځان رسوي او هلته د ډبرو جوړ بُت ته پر سجده کيږي، له ده سره په ملګرو کي يو کس پوښتنه کوي، چي ګاندي صاحب تاسي خو سيکولر ياست (هغه څوک چي مذهب ونه لري) تاسو څنګه بُت ته سجده وکړه؟
دی په جواب کي ورته وايي، چي ما هيڅ کله هم بُت ته سجده نه ده کړې او نه به يې وکړم، ما د ميليونونو انسانانو (بُتپرستانو) عقيدې ته د احترام سر ټيټ کړ او بس.
د ګاندي دې عمل ته که د هري زاوې څخه ګورې، يو فکر در پيدا کيږي، کيدای سي د ګاندي په دې چاري کي کوم بل څه غوټه وي، خو ما هميشه د وطنپرستۍ له ادرسه ورته کتلي دي.
ګاندي د نړۍ پر ټولو انسانپرستو ځان ګران کړ، هغه له دې لاري د خپلو هندوانو په زړونو کي نقش وموند دا نقش په يوه بې آزاره انسان بدل سو، نو ځکه نن ورځ هندوان موږ ته وطنپرستان او مينه ناک انسانان را پيژندل کيږي.
د هغه قوم هيڅ کله بدل نه سو، لکه زموږ د محکوم وطن ( پښتونخواه ) خلګ، چي اوس يې نه يوازي دا چي خپل هويت بدل کړئ دئ، بلکي خپل آزاد وطن ته هم د بل له شعوره ګوري.
د پاکستان د جنګ ورځپاڼي يوه نسبتآ مشهور پښتون کارمند سره مي تير کال د افغانستان او پاکستان پر اړيکو بحث کاوه، ما په خپلو خبرو کي د افغان هند پر اړيکو له هغه سره ټانټې چيچلې، خو ګټه يې ځکه نه ونه کړه، چي ده تر ډېر بحث وروسته زه په دې پوه کړم، چي پر پاکستان نيوکه مه کوه، ما يې نمک خوړلی دئ.
پر همدې ځای مي د وختونو د محکوم پښتون څخه لاس پرېولئ.
همدا مهاجرت زما د وطن ميليونونو انسانانو وليد، ولاړل له خپل هیواد او خپلو مېنو څخه د کلونو، کلونو لپاره مهاجر سول، خوږ ژوند يې په پردي ولات کي تېر کړ، خو دې مهاجرتونو د وطن مينه يو ځل بيا د خلګو په زړونو کي تازه کړه او دوی يې په دې وپوهول، چي خپل وطن له څومره زياتو ارزښتونو څخه جوړ دئ، خو تاوان يې دا وکړ، چي د مهاجرت ۵۰٪ خلګو ته د وطن سره مينه برعکس ور وپيژندل سوه، خو ځينو يې لکه چي پخوا له وطن سره خواږه وه، هغسي پاته سول.
ما د وطن پر برابر، په دې ډول بحثونو کي هميشه ويلي دي، چي له وطنه سره مينه دا نه ده، چي د وطن غر ښکل کړو او يا يې په دوړو سترګي توري کړو.
موږ ته خو د وخت جابر په سترګو کي خاشې ماتي کړې، او په خپل ټول قوت سره يې د پيسو ګټلو چل راوښود، هغه هم له يوې داسي ناروا لاري، چي بيرته يې په موږ خپل وطن او د وطن انسان ټوک، ټوک کړ.
نو بالاخره له وطن سره مينه څه ده؟!! زما خپل برداشت دادی، له وطن سره مینه داده چي د وطن د مور د اصلې بچیانو ( پوځ او نورو امنیتي ځواکونو ) په درد دردمن سې، د ملې منافعو او خپل ولس څخه په کلکه دفاع وكړې، د انسان د ویني تویدني په مخنیوي کي ونډه واخلې، د دولت ښه وستایې، بدو ته یې بد ووایې، د وطن قانون ته غاړه کښېږدې او نور هم دې لاري ته په پوره ايماندارۍ راوبولې، د خپل پټ او ښکاره عقل ( شعور او لاشعور ) له لاري د خاوري ابرو وساتې، د هیڅ مور زوی مړ نه کړې، خور بې وروره نه کړې، یوه ناوې سرتوره نه کړې، انسانیت ته لاس په سلام واوسې او . . . . . .
همدا وطنپرستي ده، همدا د وطن د خاوري له مخه د ګردونو پاکول دي، همدا د ميني اوښکي دي، همدا د وطن له يوه سره تر بله د ميني راج چلول دي، همدا د خپل هیواد د هوا د تنفس اداینه ده او بالاخره همدا د خپلي خاوري سره د حب سپیڅلې جذبه ده.
حب الوطن من الايمان
۲۰۱۵ – ۴ – ۱۹
کندهار
دا ليکنه په کندهار کي اثر اوونيزي خپره کړې ده.