وژنه، کرکه، تشدود او تروریزم دیوې مور زېږنده دي له کلونو راهیسي مسلمان او افغان ملت ددغه بدبختیو په لمن کي وده کوي او بیرته له منځه ځي په دې پاکه او سپېڅلې خاوره کي له کلونو راهیسي انسان وژنه عادی شوې. دلته د انسان په وینو ځمکي خړوبېږي د دغه هیواد هري تیږي دبنیادم په وینوغوسلونه کړي دي، زما د وطن هرسهار په وېر پیلېږي، زما د ملک هره موراوهر پلار د ورځي د ځوان زوی جنازه په اوښکو خاوروته سپاري او د شپې د خپلي شهیدي لورپه وېر کي زاره ترکي کېږي. دلته ظلم، وحشت، کرکه او افغان وژنه خپل حد ته رسیدلي.
زه بیرېږم هسي نه د راتلونکي زماني زامن مو د جاهلیت ددورې له بېلګو سره مشابهت ونه کړي! ځکه دلته په هربد او وحشي مرګ انسان وژنه شوې. له انسانانو سرونه پرې شول،! له میندو تي غوڅ شول،! له ځوانو او معصومو پېغلو پزي پرې شوې!
ما، خو دیوه تاریخ په پاڼو کي له انسان څخه د پزي پریکول نه دي لوستي. بیرېږي نه!
که دحال زمانې تاریخ مودغه غیري اسلامي اوغیري انساني عمل ( دانسان څخه دپزی پریکول ) دراتلونکي زماني ترزامنو ورورسوي، نوهغوی به مو پرقبرونو ناړي را تف کړي؟
دلته هرڅه له کرکي او وېري ډک دي له هرلوري دسوځلو انسانانو بویونه راځي، په انساني سینوکي مرمۍ بندي دي، په سیندونواو ویالوموهم دوینو رنګ ګډ شوي، دماشومانو پرتنکیوهیلواوسپینوکتابونودتیارو زامنو اورونه بل کړي دي. انسان وژنه راکي عامه شوې پرکوم وېراو کوم غم اوښکي تویې کړو؟ هرسهار موله اوښکو سره پای کېږي اوهره شپه موله وینو ډک سهارته بیا یې.
هغه ولسونه، چي انسان وژنه، کرکه او بدبیني ورکي عادي شي عاطفه ، زړه سوی اوشفقت ورکي له منځه ځي. دوطن او له انسان سره دمیني په نوم موهېڅ نه دي زده، یوازي وژنه او کرکه راکي باب ده.
دظلم پروړاندي چپه خوله پاته کیدل ستره ګناه ده الله ج فرمایې: ژباړه ( ظالم اومظلوم به دواړه دوزخ ته ځي، ظالم به دخپل ظلم له وجي او مظلوم به دخپل مظلومیت له خاطره )
ترڅو، چي له هیواد او وګړوسره یې دمیني په نوم ځانونه قربان نه کړو او په یوه اوازله ستوني داچیغي راونه باسو، چي نورداسلامیت اوانسانیت خلاف کړني راته دمنلو نه دي همداسي به وژل کېږو.
هغه ولسونه، چي له وطن سره مینه لري ځوانی موټي قوي کوي او دخپل هېواد له یوموټ خاوري څخه دمال او وجود په بدل کي دفاع کوي په حقیقت کي هغه وګړي مېړني دي.
زما جنګ ځپلې ولسه که دوطن دوستۍ په نوم یوڅه پیژنئ، نوپه دې پاکه خاوره کي دماینونو پرځای ګلونه وکرئ زما او زما دهمزولي نسل ،خودا په یاد دي ،چي په ښه اوبد پوهیدلي یوو په دې خاوره کي دمینی پرځای دنفرت اوکرکي تخمونه کرل کېږي. داسلام سترلارښود نبي کریم ص دوطن دوستۍ په اړه فرمایې : ژباړه ( دوطن سره مینه دایمان یوه برخه ده)
که خپل مور، پلار، اولادونه او د کور د څنګ ګاونډي درباندی ګران وي، نو د هغوی دعزت په خاطر له خپلي خاوري سره مینه وګړئ ،ځګه چي هغوئ خوپه همدې وطن کي پیداشوي ،لوی شوی اوبلاخره دهمدې وطن په هایدروکي دفن دي. زما دهیواد مېړنیو! لسونه کاله کېږي جانان افغانستان مودجنګونوپه سرو لمبو اوتورو دودونو کي زهیر پورت دئ. دمریض افغانستان دژغورني له پاره اوس دې ته اړتیا ده ،چي سره یومټي شو، کار وکړو،خولی تویې کړو اودخپل وجود وطن د ابادولو له پاره په یو اوازله ستوني داچیغه راوباسو ،چي موږله خپلي خاوري سره مینه لرو اونوردګران هیواد ورانول راته دزغمولونه دي. دهیواد پرستۍ او وطن سره دمینی کولو مانا همداده ،چي په توروغرونوکي شپونکی دشپیلۍ په خوږو نغموکي دوطن سره دمیني اظهار وکړي. په کلیو اوښارونوکي دجوماتونو له ګویاوو څخه دا اوازونه راپورته شي، چي دا دهر وګړي دنده ده، چي دملک په جوړونه کښي ورغووي تڼاکي کړي.
تاسويې راسره ومنئ که همداسي وشی له یوې خوابه مودوطن حق ور پرځای کړی وي. بل لورته به مو راتلونکو نسلونوته دخوشحاله او ارامه ژوند کولو زمینه برابره کړې وي.
مه وار خطا کېږي داهرڅه شوني دي هرناممکین کارکیدونکی دی په دې خاوره کي میړنیو ته میندو په اوداسه شیدې ورکړې دي دا هېواد به دځوانو اوپه ځانګړې توکه دلوستو اوپاک ضمیروپه مټ رغول کېږي. ددې وطن هره بوره اوزوریدلې موردځوان نسل په سپېځلې اراده او ستر استعداد باورلري ددې هېواد هره تیږه دمیني تږې ده درحمت باران پرهغوی راوریږي څوک ،چي یې وغواړي، نوځکه خو زموږ رب هم وایې ژباړه: ( ترڅوچي تاسوخپله په ځانوکي تغېررانه ولئ زه به هېڅ بدلون درپکښي رانه ولم)
اوس ددې تحول له پاره باید ځواني مټي قوي شي راتلونکی دځوان نسل ده دملک هره ستره بریا دځوان کهول په مټوترلاسه کیږي راتلونکې که ښه وي او که بده، خو دځوان قشربه وي اومسوولیت یې هم په دوی پوري اړه لري.
دوطن دوستۍ او دملګ سره دمیني په خاطر لوستي نسل مجبوردی ترڅو دجاهلیت اودرپدرۍ پروړاندي جدي مبارزې ته ملا وتړي موږ باید دیوه فکري نهضت دقوي کولو له پاره لویې قربانۍ ته غاړه کښیږدو ترڅو، چي شعور پوخ نه شي او دملک هروکړی مودوطن سره دمیني په نوم په یوه اواز له ستوني چيغي راونه باسي پرمختګ نه بلکي پرشاتک ته به پنځوس سلنه ورنژدې کیږو.
همدا یې وخت دي له کرکي، انسان وژني او ویني تویوني سره فکري جنګ ته دوام ورکړي دیوه هوسا او سولیز ژوند د عامولو له پاره خولې تویې کړئ. په یوه اواز د یوه فکري نهضت درامنځ ته کولو چیغه له خولې راوباسئ.
هغه د باچاخان خبره
(یابه یوکیږي ګني ورکېږو)