په ټاکنیزو منډو ترړو کې د وعدو ورکړه خو یو معمول کار دي، هر نوماند وعدې کوي او ټینګار کوي چې پلې کولي یې شي، خو د غني وعدو فرق کاوه، غنې چې کومې وعدي ورکولې په ډیر ټینګار سره یې د پلې کیدو ټټر هم واهه ځکه نو یو مطلق اکثریت پري باور وکړ او دواړه واره یې په خپلې رایې سره وټاکل.
خو اوس نو وار د غنی دی چې کړي وعدي به عملي کړاي شي او که نه، حالاتو ته په کتو غنی تر ډیره بریده په خپلو وعدو کې نه ده بریالي شوي او کومو کارونو ته چې یې ټټر ډبولي وو نو په هغه توګه یې و نشواي کړاي، داخلې ستونزي یې ورځ تر بلې په زیاتیدو دي تر هر څه مخکې یې باید مطلق واک تر لاسه کړاي واي چې ویې نه شواي کړاي او خپل سیال یې د قدرت شریک کړ،
اوس نو په دولت کې هره ستونزه او ناخواله چې ګورو علت به یې د قدرت ویش وي، د دوه سري حکومت پایښت ستونزمن کار ده هره پریکړه به یې ډیره ځنډني وي شخصي ګټې به په کې له ورایه معلومیږي نن سبا د کابینې موضوع یې ښکاره بیلګه ده چې د وړ کدرونو د راتګ مخنیوي کوي، اوسني سرپرست وزیران له دي خلا څخه اعظمې ګټه پورته کوي ملک یې بې سرنوشته کړي، ګاونډي او د منطقي قدرتونه هم ورته موقع ته انتظار دي او په دولت باندي سیاسي فشارونه زیاتوي چې په پلازمینه او ولایتونو کې دا د څو ورځو مسلسلو او مرګبارو بریدونو یادونه کوو چې په سلګونو بې ګناه افغانان ووژل شول، کورونه یې بې سرپرسته شول، میندي یې بوري شوي او د دي بریدونه په ترسره کیدا سره په افغانانو کې داسې ویره پیدا شوي چې هر څوک له کوره راوځې تر بیګاه پوري ځان امن نه احساسوي،
غنی خو د طالبانو ستونزه یوه سیاسي ستونزه بللي وه او ویلې یې وو چې دي ستونزي ته به سیاسي حل لاره پیداکوم دا چې د هري ستونزي منشاء مو پاکستان ده نو غني هم د پاکستان سفر ته لیوالتیا درلوده او دې سفر یې ټول افغانان هیله مند کړي وو د ډیرو په باور چې په دي سفر کې به هغه سیاسي حل لاره چې غني یې یادونه کړي وه پیدا شي خو د سفر له خلاصیدو سره د دي په ځاي چې د طالبانو کړنې تغیر شي سیاسي او مالي ملاتړ یې بند شي دي افغانانو وژنې ودریږي هر څه سرچپه شو سیاسي او مالي ملاتړ یې دوه چنده شو انتحاري حملې او تروریستې بریدونه دري چنده او څلور چنده شول چې نه کومه سیاسي حل لاره پیدا شوه او نه یې د پاکستان په وړاندي سیاست چندان پایله لرلي ده،
په بهرني سیاست کې یې له پاکستان سره روابط ستره ننګونه وه خو حالاتو ته په کتو سره په دي کار کې هم پاتې راغلي ده، ځکه کوم سیاست چې کرزي په ۱۳ کالونو کې د پاکستان په وړاندي غوره کړي وه، د ورور او ګاونډي په سترګه یې ورته کاته نو غني هم په هغه لاره روان ښکاري، ښکاره او معلومداره خبره ده چې د طالبانو اصلي مرکز کوټه ده ټول طالبان د شومو او تروریستې اعمالو د ترسره کولو لپاره له کوټې راځې، انتحاري حملې په کوټه کې تنظیمیږي او افغانستان ته رالیږل کیږي نو د دي په سر چې بیا هم د ورور او ګاونډي خطاب ورته کیږي تر یوې مسخرې ور ها خوا هیڅ هم نه دي.
ولسمشر اشرف غني په هیواد کې د بنسټیزو کارونو او دوامداره پروژو د علمې کولو، د بي کارې د کچې را ټیټولو، د دایمې سولي راوستلو او دي ته ورته ډیرې وعدې کړي دي دا پریکړه به وخت وکړي چې دي په خپلو وعدو کې څومره بریالي کیږي، او تر کومې اندازي به دي افغانانو هیلې پوره او خوبونه به یې ریښتیا کړي.
په درنښت
صفی الله سلطاني/ کابل
۵/قوس/۱۳۹۳