شیخ زاید پوهنتون

د خوست ولايتي اداره په ښار کې د هغو لوړپوړيزو ودانيو د جوړېدو هرکلى کوي ،چې ساختماني چارې يې د تفصيلي پلان مطابق په معياري توګه مخته ځي، د ښارجوړونې او ښاروالۍ رياستونه دنده لري، چې د قوانينو او پلانونو په رڼا کې د ټولو هغو کسانو سره لازمه همکاري وکړي، چې خپلې ځمکې او ودانۍ د پلان او نقشې سره سمې په تجارتي سيمو تعديلوي.

دا څرګندونې دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي دجرګو په کور کې ددې ولايت د لسګونو سوداګرو،د ښاري او صنفي اتحاديو له مسوولينو، استازو او پانګه والو سره د يوې ځانګړې ليدنې په ترڅ کې په ډاګه کړې.

نوموړي وويل د ښآر د آبادۍ ، پرمختګ او انکشاف لپاره يې د تېرو پنځو کالونو راهيسې بې درېغه هلې ځلې کړي،د روغتيا،تفريح، سوداګرۍ،ښوونې او روزنې، سپورټ ، اسلامي مقدساتو ، سړکونو او پلونو په برخه کې مهم کارونه سرته رسېدلي دي.

دده په خبره په ښار کې د مور او ماشوم پالنې په برخه کې د بې سرحده ډاکټرانو د روغتون جوړول،د ځوانانو او ماشومانو د ذهني سکون او تفريح لپاره د پارکونو جوړول،جوماتونه،د ښوونځيو لپاره اساسي ودانۍ،د ښار څخه ترکاروان سراى پورې د غځېدلي سړک اساسي جوړېدل، د محبس لپاره د مناسب چاپېريال او ودانيو جوړېدل او ګڼ شمېر نورې لويې او کوچنۍ ټولګټې پروژې بشپړې شوې او ځينې يې دا وخت تر جوړېدو لاندې دي.

سرپرست والي زياتوله، ولايتي اداره غواړي، چې دخوست ښار پراختيا ومومي،سوداګريزې چارې پراخې شي،ترڅو خوست د هېواد د ملي اقتصاد په پياوړتيا کې مخکښ رول ولوبوي.په همدې اساس دوى په ښار کې د لوړپوړيزو معياري ودانيو د جوړېدو ترڅنګ د هرهغه رغوونکي ګام هرکلى کوي، چې دې ښار ته ترقي او پرمختګ وربخښي.

ده سوداګرو او د اتحاديو مسوولينو ته وويل چې د ښارجوړ ونې او ښاروالۍ رياستونه دنده لري، چې د مارکېټونو او لوړپوړيزو ودانيو له جوړونکو سره د تفصيلي پلان مطابق په هره برخه کې لازمه همکاري وکړي.د ښار جوړونې رياست ته يې دنده وسپارله، چې که هرڅوک د ضرورت مطابق غواړي، چې خپله ځمکه ، مارکېت او بلندمنزل په تجارتي بدل کړي، دغه رياست دې د يادې ځمکې د ملکيت سندونو او موقعيت ته په پام سره د ودانيو ساختماني چارې په مسلکي توګه دقيقې کړي او معلومه کړي، چې يادمارکېټونه د چا ترنظارت لاندې جوړ شوي دي.که چېرې هرمارکېټ او ځمکه د تعديل شرايط پوره کړ ي،د هواري لپاره يې بايد بې له ځنډه لازم اقدام وکړي.

دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي وويل چې ولايتي اداره د هېواد ملي ګټو،پرمختګ او د حکومت ملي پالېسۍ ته په کتو سره ژمنه ده، چې پانګه والو ته د پانګې اچونې ښه زمينه برابره کړي، ترڅو خوست ولايت په توليدي،صنعتي او تجارتي مرکز بدل شي.دده په وينا پدې وروستيو کې د ښار د پراختيا ، رغونې او ترقۍ پخاطر مختلفې غونډې او ملاقاتونه شوي دي،چې په ځينو مهمو موضوعاتو به ډېر ژر نهايي پرېکړې ترسره شي.

سرپرست والي د ښار دوکاندارانو ، د صنفي او ښاري اتحاديو مسوولينو او استازو ته زېرى ورکړ، چې ډېر ژر به دخوست په ښار کې ټول هغه سړکونه چې ترميم او بيا جوړونې ته ضرورت لري، له سره په اساسي توګه ورغوي.

نوموړي د خپلو خبرو په لړ کې په بيا ، بيا له سوداګرو او پانګه والو وغوښتل چې د لوړپوړيزو تجارتي ودانيو د جوړېدو په هکله دې خپل اسناد د لازمو وړانديزونو او غوښتنو پربنسټ د ښارجوړونې رياست ته وسپاري، ده ژمنه وکړ ه، چې په ادارو کې به هېچا ته ددې اجازه ورنه کړي، چې پدې لاره کې پانګه والو او د مارکېټونو جوړوونکو ته بېځايه سرګردانۍ جوړې کړي، بلکې ټولو ستونزو او غوښتنو ته به يې د قوانينو او طرزالعملونو په رڼا کې په خوست کې پخپل وخت لازمه رسېده ګي کيږي.

ده ښاروالۍ او ښارجوړونې رياستونو ته لارښوونه وکړه، چې د ښار لپاره ټول راغلي رهنمودونه ، قوانين ، پلانونه، نقشې او مېکانېزمونه له ښاريانو سره په تفصيلي توګه شريک کړي، ترڅو مخکې له دې چې يو څوک په ښار کې ابادي کوي، په قوانينو يې بشپړ خبر او مراحل يې له قانوني پړاوونو تېر کړي.

نعيمي دخپلو خبرو په لړ کې زياته کړه، چې په ښار کې ځينې داسې کړ نې ترسترګو کيږي، چې د ښار امنيت او عامه نظم تهديدوي.ده د بېلګې په توګه د پيادرونو او سړکونو بندول په ګوته کړل، چې په ښار کې يې بېځايه ګڼه ګوڼه رامنځته کړي او خلک يې له ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ کړي دي.په همدې اساس يې له سوداګرو او اتحاديو وغوښتل چې پدې برخه کې دې دوکانداران او سوداګر پخپله لاس په کار شي، ترڅو ښار چې د ټولو ښاريانو شريک کور بلل کيږي، په مشترکه توګه پاک،ښايسته او خوندي وساتو.

ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

١٨-١٢-١٣٩٣ يکشنبه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *