تاند: د ټاکنو کمېسیون نن جمعه ولایتونو ته د ټاکنیزو حساسو موادو لېږد پیل کړ چې شل ورځې به دا بهیر دوام وکړي.
په دې موادو کې بایومتریک دستګاوې، د نتایجو پاڼې، رایې پاڼې، د شکایتونو د ثبت پاڼې او د رایه ورکوونکو لیستونه شامل دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء رئیس حبیب الرحمان ننګ په دې اړه یو خبري کنفرانس ته وویل، دا مواد به د سنبلې تر ۲۰مې نېټې پورې د امنیتي ځواکونو په مرسته د ځمکې او هوا له لارې ولایتونو ته ورسول شي او بیا به نږدې یوه اوونۍ کې ولسوالیو او د رایو محلاتو ته انتقال شي.
ویل کېږي یوازې نن هرات، فراه، او بادغیس ته حساس مواد لېږدول شوي او سبا شنبه به ارزګان، زابل او هلمند ته ټاکنیز توکي بار کړای شي.
ټاکل شوې چې ولسمشریزې ټاکنې د راروانې میزان میاشتې په ۶مه ترسره شي.