رسنيزه خبرپاڼه
کابل (د مرغومي ۱۸ مه – ۱۳۹۷ )
د افغانستان برښنا شرکت د یوه نوښت پر بنسټ او د برښنا رسونې په برخه کې د ملي یووالي حکومت د ژمنو د عملي کیدو په موخه، ولایتونو ته د ۱۳۹۸ کال د برښنا رسونې پلان لپاره د نظر غوښتنې ملي برنامه په لاره واچوله.
د نظر غوښتنې په دې ملي برنامه کې، د افغانستان برښنا شرکت مشرتابه پلاوی، د برښنا د لومړي او دویمې واحدونو د رئیسانو په ګډون د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له والیانو او مرستیال والیانو سره د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د برښنا رسونې راتلونکي پلانونه شریک، تشریح او د والیانو وړاندیزونه یې ددې پلان د لا بډایه کولو او ښه عملي کیدو په برخه کې واخیستل.
همدارنګه، د نظر غوښتنې په دې ملي برنامه کې په افغانستان کې د برښنا د عمومي وضعیت په اړوند، د مرستیال والیانو او د افغانستان برښنا شرکت ترمنځ د لا نورو همغږیو د رامنځ ته کولو په هکله بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
له بله اړخه، ولایتونو ته د ۱۳۹۸ کال د برښنا رسونې پلان لپاره د نظر غوښتنې ملي برنامې په پای کې د افغانستان برښنا شرکت او ځینو نورو شرکتونو ترمنځ د برښنا رسونې په برخه کې د آسانتیاوو د رامنځ ته کولو په موخه څو هوکړه لیکونه او قراردادونه هم لاسلیک شول.
په یادو هوکړه لیکونو او قراردادونو کې دافغانستان برښنا شرکت او کابل الف تای تجارتي او لوژستیکي شرکت تر مینځ د هوشمند میترونو د نصبولو هوکړه لیک لاسلیکول، د افغانستان برښنا شرکت او پښتنۍ بانک ترمنځ د بانکي خدمتونو د قرارداد لاسلیکول او د برښنا بلونو د ورکړې لپاره د اتصالات د ام – حواله شرکت، د افغانستان برښنا شرکت او پښتنۍ بانک ترمنځ د لاسلیک شوي قرارداد تجدید او تعدیل شامل دي.
د اتصالات د ام – حواله شرکت، د افغانستان برښنا شرکت او پښتنۍ بانک ترمنځ پخوانی قرارداد یوازې د کابل ښار لپاره لاسلیک شوی وو، چې له تعدیل سره به یې یاد خدمتونه پنځو لویو حوزو ته هم وغځیږي.
د یادولو وړ دي چې د یادو هوکړه لیکونو او قراردادونو په لاسلیک سره به د برښنا د ضایعاتو د تفکیک او د پيریدونکو له لوري د برښنا بِل د تحویلولو په برخو کې لا ډیرې نورې آسانتیاوې رامنځ ته شي.
د زياتو معلوماتو لپاره له موږ سره اړيكه ونيسئ:
وحیدالله توحیدي
ویاند او د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسئول
د افغانستان برښنا شرکت، دهمزنگ، كابل افغانستان