تاند: د بادغیس ولایتي شورا وايي، لویدیځو ولایتونو کې ۴۰ سلنه طالبان ماشومان دي او هر یو یې د میاشتې د ۱۵۰ افغانیو (۱،۸۷) ډالر معاش په بدل کې جنګېږي.

د بادغیس د ولایتي شورا یو غړی عبدالله افضلي وايي، دا مهال د طالبانو له ۳۵ څخه تر ۴۰ سلنې پورې بشري قوه کم عمره هلکان تشکیلوي : ((۳۵ سلنه په طالبانو کې هغه هلکان دي چې عمرونه یې د ۱۴ او ۱۸ کلونو تر منځ دي.))

نوموړي زیاته کړه، هر هغه هلک چې د وسلو د وړلو او د جګړې په ډګر کې د اوسېدو توان ولري، طالبان یې له ځان سره استخداموي او میاشتنی معاش یې هم په تشریفاتي ډول ایله ۱۵۰ افغانۍ وي.

ښاغلي افضلي دغه راز ویلي، بادغیس کې د طالبانو مالي منابع عشر او زکات دی او یا هم له کروندګرو څخه خپله ځانګړې برخه ټولوي: (( طالبان چې هره سیمه نیسي، نو خلک یې باید ټول نظامي حالت کې شي او ددوی ملاتړ وکړي، کم عمره هلکان تر ټولو ستره قوه ده چې طالبانو ته جذبېږي.))

د افضلي په خبره طالبان دغو هلکانو ته هیڅ ډول روزنه نه ورکوي او همدا سبب دی چې د طالبانو په لیکو کې تر ټولو زیات له ۶۰ سلنې څخه تر ۷۰ سلنې پورې تلفات همدغو کم عمره زلمیانو ته اوړي: (( د طالبانو په ډله کې حتی سپین ږیرو خلکو نه هم د ډوډۍ د وړلو راوړلو او نورو وړو وړو کارونو لپاره استفاده کېږي.))

د راپور په اساس بادغیس کې طالبان د قانون په نامه څه نه پېژني او هر هغه امر چې د دوی قومندانان صادروي نو خلک مجبور دي چې پلی یې کړي.

بلخوا د بادغیس امنیتي چارواکي په دې اړه څه ویلو ته حاضر نه شو، خو طالبانو هم په دې تړاو بیا څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *