تاند، شنبه، د ثور ۲۰مه: ولسمشر غني، د ایراني ځواکونو لخوا د لسګونه افغانانو د بېرحمانه وژنې په اړه د پلټنې لپاره د حمید طهماسي په مشرۍ لس کسیز باصلاحیته پلاوی وټاکه.

ارګ وايي، د سرقومنداني اعلی نظامي سرمفتش حمید طهماسي او ورسره پلاوی به په دقیق او هر اړخیز ډول ایران سره په پوله د لږ تر لږه ۲۳ افغان کارګرو د بې رحمانه وژنې پلټنه وکړي.

 د ارګ د ویاند مرستیال لطیف محمود تاند ته وویل، په دې پلاوي کې د ولسي جرګې، کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت، د بهرنیو چارو وزارت، د کډوالو وزارت، د ملي امنیت ریاست، د هرات ولایت مقام، د هرات ولایتي شورا او د ظفر ۲۰۷ نمبر قول اردو استازي شامل دي او ورته سپارښتنه شوې چې ژر تر ژره ولسمشر ته د خپلو پلټنو راپور ورکړي.

 دا په داسې حال کې ده چې ایراني ځواکونو تېره شنبه له افغانستان څخه په کار پسې په قاچاقي ډول ور اوښتي ۵۷ کارګر له نیولو او شکنجې په هریرود سیند کې خوشې کړل چې تر اوسه یې د ۱۸ کسانو مړي موندل شوي او ۱۶ کسانو یې ځانونه ژغورلي دي.

ایران که څه هم دا پېښه رد کړه خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ایران سره په دې اړه د ګډو پلټنو د ژر تر ژره پيل خبر ورکړی دی.

 امریکا دغه پېښه غندلې او پر افغان حکومت یې غږ کړی دی چې په دې اړه دې دقیقې پلټنې وکړي، خو طالب ویاند سهیل شاهین بیا په یو تازه ټویټ کې ویلي چې د ایران ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان له ملا برادر سره تلفوني اړیکه نیولې او ښايي د کارګرو د وژنې په تړاو یې ورسره د لیدنې غوښتنه کړې ده.

شنونکي وايي، ایران په داسې حالاتو کې له طالبانو سره ځکه اړیکه نیولې چې پر افغان حکومت فشار راوړي، تر څو دا خبره او په دې اړه پلټنې هېرې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *