تاند، چهارشنبه، د ثور ۱۰مه: ولسشمر غني په یو ویډیویي پیغام کې ویلي، سر له نن چهارشنبې څخه به په ټول کابل کې پر مستحقو کسانو د نانوایانو د وچې ډوډۍ وړیا وېش پیل شي.
ولسمشر په دغه ویډیويي پيغام کې چې تېره شپه ناوخته خپور شوی ویلي، د کورونايي حالاتو له کبله راپیدا شوي بد وضعیت ته په پام یې ټولو دولتي ادارو ته امر کړی چې پر خلکو د وچې ډوډۍ وړیا ویش پیل کړي.
ولسمشر زیاته کړې دا بهیر به د دې اوونۍ تر پایه په هرات، بلخ، کندهار او ننګرهار کې هم پیل او د ټول هېواد خلک به ترې برخمن شي: (( علما، ښاروالان، د ګذروکیلان، قومي مشران او مدني بنسټونه دې د بې وزلانو دلیستونو په چمتو کولو کې مرسته وکړي تر څو د وچې ډوډۍ وړیا ویش څخه محروم نه شي.))
ولسمشر زیاته کړې د کورونا له کبله راپورته شوی بحران د وچې ډوډۍ په ویش نه حلېږي خو حکومت د اوبو د راګرځولو، د کرنې ژر ثمر ورکونې پروژو او نورو چارو باندې هم لاس په کار شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې حکومت نن په ننګرهار کې هم د اقتصادي بحران د کنټرول په نیت هغو فابریکو ته د فعالیت اجازه ورکړې چې خوراکي توکو ته یې په بازار کې اړتیا زیاته شوې ده.