تاند، پنجشنبه، د عقرب ۹مه: ولسمشر غني د سیمه ییزو ارګانونو د پالیسۍ له معینیت څخه د تیمور شاران استعفی ومنله.

د سیمه ییزو ارګانونو ادارې چارواکي تاند ته وايي، چې کریم خلیلي او محمد محقق ته نږدې کس ښاغلي شاران د میزان په ۱۳مه د پالیسۍ او پلان له معینیت څخه استعفی کړې وه خو د ولسمشر لخوا یې استعفی نن منل شوې ده.

تیمور شاران په هغو کسانو کې شمېرل کېده چې د نظام له منځه یې د نظام د پښو وهلو هڅه کوله او نوموړی د محمد محقق په سهم کې حکومت ته راغلی و.

تر دې وړاندې له حکومت څخه د کانونو وزارت د سرپرستې نرګس نهان او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني د وتلو استعفاوې هم منل شوې وې.

One thought on “ولسمشر، رباني او نرګس نهان ورسته د تیمور شاران استعفی هم ومنله”
  1. باید وویل شي چې تیمور شاران د افغانستان د بشري حقوقو د کمیسیون دنوې رئیسې آغلې شهرزاد اکبر مېړه ده چې دواړو په لندن کې سره لیدلي او د راتلونکي ګډ ژوند په باب فیصله کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *