تاند، جمعه د جدي ۲۷مه: ولسمشر غني د کابل ښاروال او والي ته امر کړی دی چې ژر تر ژره دې د عامه ملکیتونو د غاصبینو لیست افشا کړي.
ارګ وايي، ولسمشر تره شپه د لومړۍ، دویمې، اتمې، نهمې او شپاړسمې ناحیې له اوسېدونکو سره په لیدنه کې د کابل ولایتي ادارې او ښاروالۍ ته امر کړی چې هر څوک یې د غاصبینو پر وړاندې د اقدام مخه نیسي ممنوع الخروج او ودې نیول شي.
ولسمشر همدا راز د کابل امنیه قومندانۍ ته هم امر کړی چې په ښار کې دې د جنایي پېښو او د ښوونځیو د نجونو د ځورونې د مخنیوي په اړه جدي اقدامات وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم ولسمشر ویلي وو چې د کابل ښار د ځمکو د غاصبانو لیست چمتو شوی دی او په اعلان سره به یې یو غاصب هم له افغانستان څخه د بهر وتلو حق ونه لري.