ولسمشر حامد کرزي په خپله اونیزه راډیویي وينا کې له  سوالګرو ګيله وکړه چې له ماشومانو په سوالګرۍ کې ناوړه استفاده کيږي او ویې ويل چې دا کار د اسلام سپېڅلي دین او بشري حقونو خلاف عمل دی. په رښتيا هم ورځ تر بلې د سوالګرو شمېر زياتيږي، د کابل او د ځينو ولايتونو په ښارونو کې د سړک په غاړو ډېر تر سترګو کيږي.

زموږ په هېواد کې دوه ډوله سوالګر دي يو هغه دي چې نور يې له بهر نه دتجارت په شکل هېواد ته راليږي او دويم هغه سوالګر دي چې زموږ د هېواد دي، چې پدې څو لسيزو کې معيوب شوي او يا هغه کسان دي چې په جګرو کې يې د کورنۍ مشران له لاسه ورکړي، کرزي صيب هم په وار وار په خپلو ويناوو کې پر ماشومانو زور زياتى غندلى او دارنګه کړنې يې د اسلام خلاف  بللې. زما په اند يواځې په غندنه څه نه کيږي بايد په دې برخه کوټلي ګامونه پورته شي او ددې بدرنګو کړنو مخه ونيول شئ. يوه عالم ويلي که غواړې چې ځان هوسا کړئ، د نورو د هوساينې لپار کوښښ وکړئ، نو ولسمشر ته هم پکار ده چې د نور و د آرمتيا لپاره کوښښ وکړئ.

زه وايم سوالګري د هوس کار نه دي له مجبوريت نه يې سوالګرۍ ته مخه کړې، دوي هم اړ دي چې د ژوند اړتياوې له دې لارې لاس ته راوړي، که چيرې معيوبو کسانو ته او هغو ماشومانو ته چې سرپنا نه لري، د کار او زده کړو زمينه وي نن به ددې ستونزو سره نه وو مخ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *