تاند، پنجشنبه، د قوس ۲۸مه: ولسمشر غني د استاد ګلزمان په شمول له ۵۰ هنرمندانو سره د نغدي مرستو منظوري ورکړه.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه تاند ته وویل، د افغانستان د هنر د سل کلن سفر په تړاو سیمینار کې اعلان وکړ چې د هنر په اووه برخو کې به ۵۰ مستحقو افغان هنرمندانو ته في نفر ۵۰ زره افغانۍ ورکوي.

نوموړی وايي، د دغو مستحقو هنرمندانو لیست د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنرونو د عالي شورا لخوا په مرکز او ولایتونو کې برابر شوی و.

استاد ګلزمان څه موده وړاندې په یوه تلویزیوني مرکه کې ګیله کړې وه چې د افغان حکومت لخوا له پامه غورځول شوی دی او اوس په کرايي کور کې له خراب اقتصادي وضعیت سره ژوند کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *