تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که پاکستان هند ته د افغانستان د سوداګري مالونو لاریو ته اجازه ورنه کړي چې د هند اتاري بندر ته واوړي، افغانستان به ورته اقدام وکړي او پاکستاني لارۍ به پرېنږدي چې د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته لاړې شي.
د هند (هندو) ورځپاڼه وايي چې دا خبره د افغانستان ولسمشر له دې ورځپاڼې سره په یوه ځانګړې مرکه کې وکړه.
ښاغلي غني له ولسمشر کېدو وروسته هند ته په خپل لومړني سفر کې وویل:«دا د ملتونو د برابرۍ مسله ده او پاکستان باید د دوو هیوادونو په ترانزیتي او تجارتي موافقې (اپتا) کې منل شوي اصول ومني چې په ۲۰۱۱ میلادي کال لاسلیک شوې او هر هیواد ته د بل له پولو څخه د تېرېدو یو شان اجازه ورکوي.
حاضردمه پاکستان د افغان سوداګرو لارۍ پرېږدي چې د هند په پوله کې د پاکستان تر واګې بندره مال ورسوي خو له واګې وړاندې یې د هند خاورې ته نه پرېږدي.
همداراز پاکستان هندي لارۍ نه پرېږدي چې د پاکستان له لارې افغانستان ته مال ورسوي.
د هند اتاري بندر د پاکستان له واګې بندر سره نژدې یو کیلومتر واټن لري. که پاکستان د افغان سوداګرو لارۍ پرېږدي چې د هند تر بندره لاړې شي، له هغې لوري به هم تشې نه راځي.
د سې شنبې په ورځ د هند صدراعظم نریندرا مودي وویل، هند له افغانستان سره تجارتي موافقې ته لېواله دی.
د چهارشنبې په ورځ ولسمشر غني په نوي دیلي کې د هند د سوداګرۍ د خونو له استازو او لویو سوداګرو سره وکتل. د دوی په خبرو کې هم د پاکستان له لوري د هند او افغانستان په سوداګرۍ کې د خنډونو یادونه وشوه.
د ملګرو ملتونو د سازمان منشور هم همداسی وایی چی ملتونه مساوی حقوق لری او د بالمثل رویی په اساس یو بل سره دوستانه اړیکی ټینګولی شی. که پاکستان د لاسلیک شویو موافقتنامو درناوی وکړی او دواړه افغان او هندی لوریو د نقلیه وسایلو د تګ راتګ لپاره اجازه ورکړی ، فکر کوم د سیمی په پرمختګ کی به لوی بدلون راشی ، هغه محلی او سیمه ایز کړکیچونه او لانجی چی د دریواړو هیوادونو ترمنځ شته ، خپل ځای به یو بل ته د درناوی ، پرمختګ او سوله ایز ژوند راستنیدو ته به زمینه برابره کړی.
او که برعکس پنجابیان بیاهم په خپلی زړی ګدو « خری» سپاره وی نو ګومان نه کوم چی دوی هم خپل مقصد ته ورسیږی.
په دوهم حالت کی افغانستان مجبور دی چی خپلی تجارتی اړیکی له ایران سره نوری هم ښی کړی او د چابهار بندر نه تر کابل پوری د لاری امنیت سل په سلو کی ټینګ کړی او یو ځل بیا د دی لویی لاری په جوړولو کی زیاته پانګونه وکړی . انشاالله چی بری د افغانانو په خوا دی .
زمونږ محترم داکتر صاحب وروسته د هند له سفره پوه شو چی د افغانستان اصلی ملګری خو هند ده نه پاکستان، زمونږ ولسمشر په سیاست کی لګ کمزوری ښکاری خپل دریزونه ډیر زر زر تبدیل کوی، خو پردی دریز یی خوشحاله شوم چی پاکستان ته لګ تریخ شو، دئ په پاکستان دیر خوشباوره وو او په دیر لګ وخت کی یی هر څه تری قربان کړل چی هیچ نتیجه یی ور نه کړه، ملک کی ترورستی حملی نوری هم زیاتی شوی، د افغانستان تل پاتی او همیشه ملګری لکه هند تری نارازه شول