تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هند ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ نن په نوي ډیلي کې د هند د نړیوالو چارو شورا ته په وینا کې د هغو ستونزو او ګواښونو د یادولو ترڅنګ، چې افغانستان ورسره مخامخ دی، د فرصتونو یادونه هم وکړه.
د ولسمشر غني په وینا، افغانستان به په راتلونکو پنځلس کلونو کې د نړۍ د مسو او وسپنې تر ټولو ستر تولیدوونکی هیواد شي.
ده د افغانستان جغرافیايي موقعیت د دې هیواد تر ټولو غوره امتیاز وباله، ویې ویل افغانستان د یوې څلورلارې په شان دی چې د اتلسمې پېړۍ په څېر د نظریو، انسانانو او سوداګري مالونو د ترانزیت لاره وي.
د ولسمشر غني په باور، افغانستان به په ۲۵ کلونو کې د منځنۍ اسیا، جنوبي او ختیځې اسیا ترمنځ نښلوونکی شي.
ښاغلي غني وویل، داسي وخت به راورسېږي چې تاسو به سهارنۍ په ډیلي، کې، د غرمنۍ په پېښور کې او د شپې ډوډۍ په کابل کې خورئ.
ده وویل، هیله لري دا خبرې یو ورځ په حقیقت بدلې شي.
د افغانستان ولسمشر زیاته کړه، افغانستان نن د خپلو ګاونډیانو په استازیتوب له تروریزم سره په جګړه کې دی.
ښاغلي غني په سیمه کې د اسلامي دولت یا داعش زیاتېدونکي تهدید ته په اشارې وویل چې داعش تر القاعده خطرناک دی.
کله چې محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر شوی دی، دا هند ته د ده لومړنی سفر دی.
د افغانستان ولسمشر له پرناب موکرجي څخه مننه وکړه چې په بدخشان کې د افغانانو پر مړینه یې خواخوږي څرګنده کړه.
ده وویل چې افغانستان او هند په اسیا کې ورته برخلیک لري.
ښاغلي غني وویل، له مشکلاتو سره سره کېدای شي چې افغانستان د هند یو مهم شریک واوسي ځکه چې افغانستان نه د اسیا په زړه کې موقعیت لري او دا صرف یوه استعاره نه بلکې حقیقت دی.
اشرف غني ته
غني صاحب خو وایي چې افغانستان به په ۱۵ کلونو کې ستر تولیدونکی او په ۲۵ کلونو کې د نړۍ نښلونکی وي، خو څنګه؟ داسې وړاندوینې کوي لکه دا هر څه دده په لاس کې دي. خلک یوه ثانیه محفوظ نه دي، د ورځې په سلهاو افغانان وژل کیږي،دښارونه کلو ته او دکلو نه ښارو ته څوک تلی نه شي،ځوی د پلار او پلار د ځوی په جنازه کې د ویرې نه برښه اخستی نشي، اکثریت افغانان د بېکارۍ ، ناامنۍ او غربت نه هیوادپریږدي، زیات شمیر باسواده او پوه افغانان خارجي هیوادونو ته کډه شول، خو ته د راروانو ۱۵ او ۲۵ کلونو وړاندوینې کوې. خلك د ١٥ او ٢٥ دقيقو طمعه ستا له كمزوري اوبې کفایته دولته نلري لږ شرم او حیا وکړه، خلکو په تا باور وکړ چې ته د نړۍ دوهم متفکر یې دوکتورا لرې ستا په ځای که مو یو دهقان ته رایه ورکړی وای ښه به وه. ته چې په اقتصاد پوهیږې دا په دې مانا نه ده چې ټوله ورځ کله یو خوا او کله بله خوا منډې وهې ددې نه داسې معلومیږي چې د اقتصاد نه پرته نور په هیڅ شي اګاه نه یې،دماشومانو حکومت دې جوړ کړی کله ته څه نه منې او کله یې ستاغبرګونکی ګلمرجان نه مني. لږ د خدای نه وویریږه، یوڅو ورځې ارام کینه لومړی دامنیت په اړه فکر وکړه کوم چې د ټولونه مهم شی دی، په دوهم قدم کې دغربت او بیکارۍغم وخوره. ستا په اقتصاد به مونږ څه وکړو. که همدا حال وي ۱۵ کاله پس لکه څنګه چې ته وړاندوینه کوې نه به افغانان وي او نه به افغانستان وي. يواځې ته او ګلمرجان کېدی شي يي، ځکه ته به بیرته امریکا ته ځې اوګلمرجان ډيرې پیسې لري هغه به هم کومه خواځي.