تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /دوشنبه/ وویل، افغانستان د القاعده، اسلامي دولت یا داعش او طالبانو له تروریزم سره مخامخ دی.
ښاغلی غني، چې په کابل کې د ګډې همږغۍ ځانګړي څارونکي بورد غونډې ته وینا کوله، وویل«تروریستي ډلې په پر له پسې ډول افغانستان په نښه کوي.»
ده له تروریستي ډلو سره د مبارزې لپاره د یوې شبکې د جوړېدو پر اړتیا د ټینګار ترڅنګ وویل، تروریستي ډلې هڅه کوي چې د نړۍ کلچر او تاریخ بدل کړي، دوی هیڅ پوله نه مني.
ده وویل چې د ترهګرو په منځ کې ښه او بد نشته.
ولسمشر غني د تروریستانو په وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو مبارزه او مقاومت وستایه.
بېوزلي ډېره شوې
ولسمشر غني په عین حال کې ومنله چې په افغانستان کې د بېوزلۍ شرحه ۴۹ فیصدو ته زیاته شوې ده.
ده وویل چې په تېرو دوو کلونو کې بېوزلي ډېره شوې او اصلي علت یې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو وتل دي.
ولسمشر غني وویل چې په ۲۰۱۳ م کال کې د بېوزلۍ شرحه ۴۶ فیصده وه خو په ۲۰۱۴ کې په سلو کې ۴۹ ته زیاته شوې خو د دې په مقابل کې حکومت د خپلو عوایدو زیاتولو او د فشاد کمولو ته پام کړی دی.