د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر محمد اشرف غني نن مازیګر د ولسي جرګې اداري پلاوي او یو شمېر غړو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې ترسره شوه، لومړی د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني، لومړي مرستیال امیر خان یار، د ولسي جرګې غړو احمد شاه رمضان او ډاکتر عبدالقیوم سجادي د نورو په استازولۍ خبرې وکړې.

هغوی د هیواد د درې ګونو قواوو ترمنځ د زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه وې ویل، ولسي جرګه ژمنه ده چې د هیواد د نافذه قوانینو پر اساس خپل مسوولیتونه ترسره کړي او د افغانستان د دښمنانو د دسیسو پر وړاندې ودرېږي.

یادو استازو څرګنده کړه، موږ سیاسي وفاق او ملي اجماع ته جدي اړتیا لرو او د هیواد له اجرائيه قوې سره رغاونکې همکارۍ ته تیار یوو.

هغوی په ټولو برخو کې د حکومت د اغېزناکو برنامو ملاتړ وکړ او وې ویل، مجریه قوه دې د خلکو د استازو امنیت تامین لپاره معقول او قانوني میکانېزم تعریف کړي ترڅو وکیلان د هغه پر اساس ځانونه برابر کړي.

وروسته جمهوررئیس پخپلو خبرو کې د هغوی د نظریاتو او وړاندیزونو د مننې ترڅنګ وویل، د هیواد درې ګونې قواوې باید په یوه صف کې وي او د هغوی ترمنځ باید د همکارۍ فضا نوره هم زیاته شي.

هغه زیاته کړه، د ولسي جرګې، د ملي امنیت مشاوریت او په پارلماني چارو کې د دولت وزارت استازو یوه ګډه کمېټه دې د وزیرانو او وکیلانو ترمنځ د همکارۍ پر یوې تګلارې کار وکړي.

ولسمشر وویل، د ملي شورا غړو د ساتونکو د وسلو ګرځولو او یونیفورم ډول په اړه دې اصول جوړ شي. هغه زیاته کړه، موږ همداراز یوې واضح مقررې ته اړتیا لرو ترڅو د ملي شورا له غړو سره د ملي پولیسو او ترافیکو د چلند څرنګوالی مشخص کړي.

ولسمشر څرګنده کړه، افغانستان د درې ګونو قواوو ګډ لیدلوري ته اړتیا لري او موږ په داسې وضعیت کې یوو چې ګډ ګواښونه او فرصتونه لرو او موږ مسوولیت لرو د خلکو د خدمت لپاره له فرصتونو څخه استفاده وکړو.

ولسمشر وویل، حکومت د اقتصادي پرمختګ او د بېوزلۍ لمنځه وړلو لپاره یوه واضح برنامه لري او موږ افغانستان په اتو اقتصادي زونونو طبقه بندي کوو ترڅو تعادل، برابري، ټولنیز عدالت او د بودجې توازن مراعت شي.

ولسمشر غني څرګنده کړه، د زونونو او ولایتونو ترمنځ اړیکې ټینګېږي او د هر زون د انکشافي سرچینو د څرنګوالي په اړه یوه واضح نقشه جوړېږي.

ولسمشر د سولې په اړه وویل: د سولې مذاکراتو په جریان کې د جمهوریت ساتنې، د اساسي قانون دفاع او د ټاکنو ترسره کېدو په اړه زموږ دریځ برحقه ثابت شو او د چاپېریال بدلون ته په پام به ډېر ژر د سولې په اړه نوې اجماع جوړه کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *