تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /چهارشنبه/ د قطر وروستیو خبرو ته په اشارې وویل، موقتي سوله هیڅکله نه مني او د یوه لږکي له لوري د پټو دروازو شاته سوله نتیجه نه ورکوي.

ښاغلي غني، چې له خبرو یې ښکارېده چې د زلمي خلیلزاد او طالبانو له خبرو راضي نه دی، وویل چې نړیوالې ادارې د سولې په پروسه کې بریالۍ تجربه نه لري.

د افغانستان ولسمشر د افغانستان په جګړه کې د پاکستان لاس ته په اشاره وویل، د دې جګړې کیلي په اسلام اباد، کوټه او راولپنډۍ کې ده.

د ځینو راپورونو له مخې، د قطر په خبرو کې د پاکستان ځینې اساسي غوښتنې مطرح شوي او دواړو خواوو د افغانستان په غیاب کې پرې سلا کړې ده.

ولسمشر غني له نړیوالو وغوښتل چې د افغانستان د سولې په پروسه کې له بیړې کار وانخلي او باید د ټولو افغانانو نظرونه وپوښتي.

ده وویل د بېړې له کبله په نړۍ کې نیمايي موافقې د دې سبب شوي چې جګړه لا توده شي.

طالبان وايي، د قدرت انحصار نه غواړي

له بلې خوا طالبان وايي چې دوی د افغانستان په راتلونکي حکومت کې د واک د انحصار لټه نه کوي او له ټولو قومي او مذهبي ډلو سره د ګډ ژوند هڅه کوي.

سهیل شاهین

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین وویل«د اشغال له پای ته رسېدا وروسته افغانان باید تېر هېر کړي، یو بل وزغمي او د وروڼو په شان ژوند پیل کړي. د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته موږ د واک د انحصار لټه نه کوو.»

ده همداراز ویلي«موږ پر یوې داسې افغان نړۍ باور لرو چې درست افغانان پکې ځانونه ولیدلی شي.»

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی دا هم وویل چې له خلیلزاد سره د طالبانو بل پړاو خبرې د فبرورۍ په ۲۵ مه نېټه په دوحه کې په پام کې نیول شوي دي.

شاهین زیاته کړه، طالبان او امریکایان به له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو او دغه راز د القاعده په شان د تروریستي ډلو پر ځالې د افغانستان د بیا نه بدلېدو د لاروچارو پر تفصیل د خبرو لپاره ګډې تخنیکي ډلې جوړې کړي.

3 thoughts on “ولسمشر غني: بېړنۍ سوله ناکامه وي، طالبان: انحصار نه غواړو”
  1. طالبان په لوی لاس له پاکستانه او امریکا موږ ته بادار او ښامار جوړوی او داسی فکر کوی چی هر څه چی پاکستان یی غواړی هغه په امریکا او افغان دولت ومنی، ولی واقعیت دادی چی که دولت هر قسم دی ولی چی دغه طرف یی درسره ونمی والله که دا سوله سوله کړی همدا به وژل وی همدا بیګناه افغانان به مری او همدا د زیربناوو ړنګول به وی. وقتی چی امریکا تیر څل د وتو یو مهال ویش جوړ کړ طالبانو د افغان امنیتی ځواکونو په سم وژلو لاس پوری کړ هغه خوب چی یو ځل بیا پاکستان لیدلی دی. مشکل خو زموږ په کور کښی دی نو ولی یی په بیګانه حل کوو که د زغملو معامله وی که ښه دی او که بد راځی چی دا حکومت او غنی باباه ومنو او خارجیانو ته ووایو چی در ځی نوره بهانه نشته. ولی طالبان داسی نکوی تر څو چی د دیورند په کرښه او د پښتنو په سینه دا اعزی د پنجابیانو را شنه نسی. ستاسو حکومت مو هم ولیدو چی سیستم صرف انډیوالی وه. نو ر نه د جوړولو ستراتیږی وه نه د تعلیم.

  2. مونږ سوله غواړو، خو ولی ځمونږ مشران د سولی ګډوډ چه کله سوله ۱۰۰ فیصده، کله ۵۰ فیصده او کله هیڅ فیصده ښایی.
    کله وای عاجلانه سوله نه غواړو، کله وای چه هر څومره ژر سوله وشی ځمونږ په کی خیر دی، کله وای دغه سړی سوله نه کوی، کله وای هغه بل سړی سوله نه کوی او همداسی نور………

    ښاغلی محمد اشرف غنی په سویس کی د فرید ذکریا سره په مرکه کی وویل چه کله زه ولسمشر شوی یم نو د ۴۵ زره څخه زیاتو امیتی سرتیرو قربانی ورکړیده. ملکی افغانان خو پریږده چه د هغوی شمیر به څو زره وی.

    زه ښاغلی ولسمشر ته وایم چه ستا په څلورنیم کلنه دوره کی د ۴۵۰۰۰ څخه زیات امنیتی کسانو قربانی ورکړیده، نو که بله دوره کی تاسو او یا بل څوک ولسمشر شی، نو آیا په دی مو سوچ کړیدی چه بیا به په څلورنیم کاله کی ځمونږ د امنیتی کسانو د قربانیو شمیر څو چنده شی؟ او همداسی دملکیانو شمیر؟

    ځما خواست د ښاغلی محمد اشرف غنی څخه دادی چه هر څومره چه ژر کیږی باید سوله راولو ولو که په هر قیمت وی

    یوه خبره چه مطبوعاتو د تل لپاره ګرمه ساتلی هغه داده، چه که سوله وشی پاکستان به مو پری نه ږدی، دغه خبره زه د افغانانو لپاره عار ګڼم، زهر او توره تیاره ګڼم او هم یی خپل تیر او راتلونکی نسل ته سپکاوی ګڼم.

    تیر تاریخ ته وګوری چه افغانانو دهغه وخت لوی طاقت انګریزان په ګونډو کړل، بیا یی شوروی اتحاد ټوټه ټوټه او په ننی
    روسیه یی بدل کړه، او اوس یی د امریکا او ټولی نړی څخه لار ورکه کړیده،. نو اوس آیا مونږ د پاکستان څخه وډار شو؟ وروره که چیرته نړی وال د پاکستان کمک ته راونه دانګی نو د پاکستان د ورکولو او دړی وړی کولو لپاره د افغانانو ۲۰
    چریکی ګروپونه دارو دی. کله چه ما دخپلو ناراضیانو سره سوله وکړه، نو بیا پاکستان ماته د نړی تر ټولو ملکونو ټیټ او بی غیرته ښکاری، پاکستان ماته بیا تنها پنجابی ښکاری اوبیا پنجابیان پدی ښه پوهیږی چه خانان او پټانان څوک دی.

  3. HONOR DOCTOR PH D ASHRAFGHANI IS HIGHEST LEVEL ACADEMIC PERSON.
    HE GOT WIDELY THEORY IN ECONOMIC RELIGION&POLITIC.
    HE GOT COMPLETELY STUDY IN GLOBAL HISTORY INCLUDE AFGHANISTAN.
    GHANI CAN PREPARE AFGHANISTAN FOR NEW ECONOMIC REVOLUTION.
    AND CAN BRING ECONOMIC CHANGE FOR AFGHANISTAN.
    HE IS HIGHEST LEVEL MODERN TEACHER&STANDARD PRESIDENT.
    AFGHANISTAN NEVER GOT IN PAST 200 YEARS LIKE HIM PRESIDENT AND NEXT SO.
    I WANT LONG HEALTHY LIFE FOR HONOR DOCTOR ASHRAF GHANI.
    BECAUSE HE LOVE AFGHANISTAN

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *