تاند، سه شنبه، د عقرب ۲۸مه: ولسمشر غني نن سهار په ناڅاپي ډول ننګرهار ته ولاړ.

د ارګ سرچینو تاند ته وویل، ولسمشر به په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې بشپړه ماتې اعلان کړي او د ختیځ له امنیتي چارواکو سره به پرلپسې درې امنیتي جلسې هم ونیسي.

سرچینه وایي، ولسمشر په دې سفر کې ولسي کوم پروګرام نه لري نه به هم خلکو ته وینا ولري.

بلخوا جلال اباد ښار کې تېرې شپې راهیسې امنیتي تدابیر سخت شوي او په ښار دننه د لویو او کوچنیو موټرو تګ راتګ بند کړای شوی دی.

ولسمشر په داسې حال کې ننګرهار ته سفر کوي چې څو ورځې وړاندې د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې دغه ولایت کې ورته د وروستیو دوه اوونیو عملیاتو کې ۶۱۵ داعش جنګیالي، مېرمنې یې او ماشومان تسلیم شوي دي.

دا له انتخاباتي کمپاینونو راهیسې جلال اباد ته د ولسمشر دریم سفر دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *